فرانسوی ممثل د خلکو په مخ کې متیازو کولو ته اړ شو

دوپاردیو د انځور حقوق AFP
Image caption دوپاردیو په نړیواله کچه د فرانسې له مشهورو سینمايي ستورو څخه دی، چې په کابو سلو فلمونو کې یې کار کړی.

یو مشهور فرانسوی ممثل جیرار دوپاردیو هغه مهال د الوتکې د سپرلۍ په مخ کې متیازو کولو ته اړ شو، چې د الوتکې د پوته کېدو پرمهال ښځينه خدمت کوونکې تشناب ته د ننوتلو اجازه ورنه کړه.

د ۶۲ کلن جیرار دوپاردیو ملګري ادوار بایر چې له خپل ملګري سره په یوه سفر و، ویلي، دوپاردیو له ښځینه خادمې تشناب ته د تلو اجازه وغوښته، خو هغې ورته وویل الوتکه د پورته کېدو په حالت کې ده، چې ټول مسافر باید کمربندونه وتړي.

ادوار بایر وايي، دا چې ملګري یې د پروستاتو ستونزه لرله، په خپله څوکۍ کې یې د درد له کبله متیازې وکړې.

بایر یوې سیمه ییزې اروپايي رادیو ته ویلي ''ستونزه دا وه چې د هغه څوکۍ ته څېرمه هېنداره کوچنۍ وه.''

دی زیاتوي ''دوپاردیو اندېښمن شو، چې خپل ځای څرنګه پاک کړي، د هغه لپاره دا یوه ډېره ستونزمنه شېبه وه، همدا وو چې وویل، ما پر خپل ځان متیازې وکړې.''

بایر وايي، دغه فرانسوي ستوري غوښتل چې له ټولې سپرلۍ بښنه وغواړي او خپله ستونزه ورسره شریکه کړي، خو هغه ډېر په غصه و.

د سيټي جیټ اړونده دغه مسافر وړونکې الوتکه د ایر فرانس پر شرکت پورې اړه لري، چې د تېرې سه شنبې پر ماښام له پاریس څخه دبلن ته روانه وه.

دغه فرانسوی ستوری له دبلن څخه د "اسټيريكس اواوبليكس" (Asterix and Obelix). د شوټنګ لپاره پر لاره و.

همدا وو چې الوتکه بېرته هوايي ډګر ته ستنه شوه، چې د جیرار د متیازو ځای ومينځي.

د ایر فرانس شرکت ویاند ویلي، ددې الوتکې الوتنه د جیرار له کبله یو ساعت او ۱۵ دقیقې وځنډېده.

دا کیسه پر تېره چهارشنبه هغه مهال په ډاګه شوه، چې د الوتنې یوه مسافر خلکو ته د دغه سفر کیسه وکړه.

دوپاردیو په نړیواله کچه د فرانسې له مشهورو سینمايي ستورو څخه دی، چې په کابو سلو فلمونو کې یې کار کړی.

دده مشهور فلمونه "Jean de Florette" او " Green Cardیا زرغون کارت'' دي.

ورته مطالب