لیبیا: د قذافي د اوسېدو ځای ته نژدې جګړه روان ده

یاغیان د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د قذافي ځواکونه هڅه کوي چې د یاغیانو د ورماتو شوو څپو مخه ونیسي.

د لیبیا پلازمېنه طرابلس کې د قذافي د اوسېدو ځای ته څېرمه سخته جګړه روان ده.

تېره شپه د لیبیا د مرکز پلازمېنې فضا د خلکو خوشالیو نیولې وه او د دغه ښار وسله وال خلک له خپلو کورونو د یاغیانو د پلوۍ لپاره د دولت پرضد راوتلي وو او خوشالۍ یې کولې.

فرانس پرېس خبري اژانس ویلي، چې د دوشنبې پر ګهيځ د قذافي د اوسېدو شاوخوا سخته جګړه پیل شوې ده.

د یاغیانو سلګونه جنګیالیو له لیبیايي خلکو سره د پلازمېنې په زرغونه سیمه کې کرۍ شپه خوشالۍ کولې او د قذافي د نظام د ړنګېدو شعارونه یې ورکول.

راپورونه وايي، چې د ټلوالې جنګیالي تېره شپه پرته له دې چې د پام وړ مقاومت سره مخامخ شي، د طرابلس د ننه پرمختګ کاوه.

په لیبیا کې د یاغیانو پرمختګ (انځورونه)

د یکشنبې ورځې تر سختې جګړې او یو شمېر سیمو نیولو وروسته، د لیبیايي یاغیانو څپې پر طرابلس ورماتې شوې دي.

بل خوا، د جنايي جرمونو پروړاندې نړیوالې محکمې د قذافي د زوی سیف الاسلام د نیولو خبر ورکړی.

د لیبیا له پلازمېنې طرابلس څخه راپورونه وايي چې د ټلوالې ځواکونه د طرابلس په زړه کې زرغونې سیمې ته رسېدلي.

په طرابلس کې خلکو د یاغیانو د ورتګ تود هرکلی وکړ.

یاغیانو طرابلس ته تر ننوتلو وروسته د قذافي عکسونو ته اور ورته کړ او د لیبیا بیرغ په لاس یې د خپلې بریا چیغې وهلې.

په طرابلس کې د بي بي سي خبریال وايي، یاغي ځواکونه پر هغه هوټل د برید تابیا نیسي، چې حکومت په کې معمولاً خبري کنفرانسونه جوړوي.

د قذافي ځواکونه هڅه کوي چې د یاغیانو د ورماتو شوو څپو مخه ونیسي.

خو د لیبیا د انتقالي شورا رییس مصطفی عبدالجلیل ویلي لاهم د مقاومت ځایونه پاتې دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption پر همدې مهال، د نړیوالو جرمونو پرضد د محکمې رییس لویس مورینو اوکامبو د قذافي د زوی سیف الاسلام د نیولو خبر تایید کړی دی.

بل خوا، تېره ورځ معمرالقذافي له لیبیايي قبایلو وغوښتل چې له طرابلس څخه دفاع وکړي.

همدارنګه، د لیبیا د استخباراتو رییس عبدالله السنوسي پر ناټو تور لګوی، چې په وینا یې له القاعدې ډلې سره په یولاس کېدو پر لیبیا بریدونه کوي.

وړاندې د لیبیا حکومتي ویاند ابراهیم موسی د ټلوالې پرضد د خپلو ځواکونو د مقاومت د دوام خبر ورکړی و.

موسی وویل، ۶۵ زره لیبیايي پوځيان د طرابلس دفاع ته چمتو دي.

سيف الاسلام

پر همدې مهال، د نړیوالو جرمونو پرضد د محکمې رییس لویس مورینو اوکامبو د قذافي د زوی سیف الاسلام د نیولو خبر تایید کړی دی.

اوکامبو ویلي ''د پټو ترلاسه شوو مالوماتو له مخې، سیف الاسلام نیول شوی، هیله لرو چې ډېر ژر به لاهای ته ولېږدول شي.''

نوموړي له لیبیايي ولس سره ژمنه وکړه، چې هر مجرم به محاکمه کېږي.

دغه محکمه پر سیف الاسلام او پلار یې (معمرالقذافي) د یو لړ نیونو او د شکنجه کولو تورونه لګوي.

د ویلو ده چې د تېرې مۍ پر ۲۷مه دغې محکمې د قذافی، سیف الاسلام او عبدالله السنوسي د نیولو امر وکړ.

د لیبیا د انتقالي شورا رییس مصطفی عبدالجلیل هم وړاندې د سیف الاسلام د نیولو خبره کړې وه.

عبدالجلیل ټینګار کوي چې سیف الاسلام به د محکمې ته تر حاضرولو پروې په یوه خوندي ځای کې وي.

ټلوالې وړاندې دا هم ویلي وو چې د قذافي مشر زوی محمد هم تسلیم uشوی، خو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

ځینې راپورونه وايي چې محمد د ټلوالې د ځواکونو له خوا د هغه په خپل کور کې نیول شوی.

برتانیا او امريكا

د انځور حقوق AFP
Image caption پر سیف الاسلام او پلار یې (معمرالقذافي) د یو لړ نیونو او د شکنجه کولو تورونه دي.

د لیبیا په پلازمېنه طرابلس کې وروستیو پرمختګونو ته په غبرګون کې د برتانیا حکومت ویلي ''اوس له ورایه ښکاري چې په طرابلس کې د قذافي واک په ختمېدو دی.''

بل خوا، د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم ویلي چې د لیبیا په اړه د پرمختګونو رامنځ ته کېدو ته په انتظار دی.

اوباما د خپلې رخصتۍ پرمهال له خپل امنیتي سلاکار سره د طرابلس د پرمختګونو په اړه ویلي ''اوس لیبیا د لیبیايي ولس په لاس کې ده، او د امریکا متحده ایالتونه به له ملي انتقالي شورا سره خپله همغږي اعلان کړي.''

د ناټو عمومي منشي اندریس فو راسموسن هم ویلي چې د قذافي د نظام ختمېده راغلي.

ورته مطالب