یاغیانو د طرابلس ځینې سیمې ونیوې

زاویه
Image caption په روستيو اوونيو کې د طرابلس په بېلابېلو برخو کې د شپې مهال د پلټنې لا ډېرې پوستې جوړې شوې دي. قذافي پلوه سړيو او ښځو ته د وسلو کارولو روزنه ورکړل شوې ده.

د ليبيا پلازمېنې طرابلس په ځينو برخو کې تېره شپه درنې ډزې او چاودنې اورېدل شوې دي.

د حکومت يو وياند وويل د دغه تاوتريخوالي مسوليت په يو شمېر سيمو کې د وړو وسله والو ډلو پر غاړه دی.

دغه پرمختياوې په داسې ورځ کېږي چې د ښار په لوېديځ او ختيځ کې دمخالفو جنګياليو ځواکونه چې د ډګروال قذافي راپرځولو کې يې مهم پرمختګونه کړي دي.

له طرابلس نه د بي بي سي خبريال ماتيو پرايس په خپل راپور کې وايي:

د طرابلس په ځينو برخو کې د څو ساعتونو لپاره د پر له پسې چاودنو غږونه اورېدل کېدل. خال خال چاودنې هم کېدې.

يوې باوري سرچينې بي بي سي ته وويل په ښار کې درنه جګړه شوې ده. د ښار د شمال او ختيځ په ځينو سيمو کې د احتجاجونو او هم د ډزو غږونو راپورونه هم ورکړل شوي، چې د ډګروال قذافي پر وړاندې د پاڅون په لومړيو کې هم ګډوډۍ په کې شوې وې. په خپله قذافي هم په يوه غزيزه وينا کې وويل ملاتړيو يې هغه څه چې ده موږکان وبلل، له منځه وړي دي.

په بنغازي کې د مخالفانو يو مشر وويل په طرابلس کې د مخالفانو مشران له هغو ځواکونو سره په هغږۍ کې پاڅېدلي چې د ختيځ او لوېديځ له لور ښار ته نژدې کېږي. خو د حکومت يو وياند موسی ابراهيم وويل حالت کابو دی:

"طرابلس خوندي دی، او په بشپړ ډول د وسله وال خلکو، داوطلبانو او طرابلس درنو خلکو په ولکه کې دی. ځينې ټوپکوال له هاغه او دې ځايه د طرابلس دوو دريو سيمو ته ننوتلي وو،د ماښام له لمانځه وروسته د سوق الجمعه، فشلوم، بن عاشور يوې وړې سيمې ته ننوتلي وو، په زړورتيا يې مقاومت وشو او په نيم ساعت کې مساله ختمه شوه".

بهرنيو خبريالانو ته اجازه نه ورکړل شوې چې د ده خبري کنفرانس ته ورشي. شک نه شته چې ډګروال قذافي په دغه ښار کې ملاتړ لري.

په روستيو اوونيو کې د طرابلس په بېلابېلو برخو کې د شپې مهال د پلټنې لا ډېرې پوستې جوړې شوې دي. قذافي پلوه سړيو او ښځو ته د وسلو کارولو روزنه ورکړل شوې ده.

خود مخالفانو ټلوزيون ويلي دا په پلازمېنه کې د پاڅون يو پيل دی.

ورته مطالب