د قذافي زوی د یاغیانو د څپلو خبرداری ورکړ

سیف الاسلام د انځور حقوق Reuters
Image caption سیف الاسلام خبریالانو ته ویلي، چې پلار یې ''په امن کې دی'' او خبریالانو ته یې ټينګار کړی چې ''طرابلس لاهم د قذافي ځواکونو په واک کې دی.''

د معمرالقذافي زوی سیف الاسلام – چې پر تېره دوشنبه یې د نیول کېدا خبر خپور شو- پر تلوېزیون راڅرګند شوی او د یاغیانو د څپلو خبرداری یې ورکړی.

نوموړي دا هم ویلي چې طرابلس ته په ننوتلو سره د یاغیانو ځواکونه د هغه په وینا په 'جال' کې راګیر شوي دي.

په طرابلس کې د بي بي سي خبریال چې سیف الاسلام یې له نژدې لیدلی، وايي چې هغه خوشی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د لیبیا د یاغیانو ځواکونه ټینګ مقاومت کوي.

که څه هم یاغیان وايي چې د طرابلس ډېرې برخې یې لاندې کړې، خو لاهم د دغه ښار په ګڼو سیمو کې سختې جګړې او نښتې روانې دي.

د قذافي ځواکونو وکړای شو چې د ټلوالې هغه ځواکونه په شا وتمبوي، چې غوښتل یې ښار ته له لوېديځې خوا په زور ننوځي.

د بي بي سي خبریال ماتیو پرایس وايي، سیف الاسلام القذافي هغه هوټل ته رسېدلی، چې د سه شنبې پر ګهيځ په کې بهرني خبریالان هم موجود ول، او له ښاغلي قذافي سره یې خبرې کړې دي.

سیف الاسلام خبریالانو ته ویلي، چې پلار یې ''په امن کې دی'' او خبریالانو ته یې ټينګار کړی چې ''طرابلس لاهم د قذافي ځواکونو په واک کې دی.''

نوموړی زیاتوي ''لوېديځ پرمختللې ټيکنالوجي لري. مخابرات یې ګډوډ کړي او د لیبیا ولس ته یې پیغامونه لېږلي. دا د ټيکنالوجۍ او رسنیو جګړه ده چې په لیبیا کې یې ګډوډي او وېره خپره کړې ده. '

هغه دا هم ویلي چې لوېديځ د سمندر له لارې د جګړه مارو او یاغیانو په مرسته لیبیا ته راغلی.

"جال"

سیف الاسلام زیاتوي چې د ټلوالې ځواکونه د هغه په وینا په هغه 'جال' کې راګیر شوي، چې په طرابلس کې ورته اېښودل شوی او په وینا یې د قذافي ځواکونو د ټلوالې ملا ماته کړې ده.

پر تېره یکشنبه د ټلوالې سرچینو وویل چې سیف الاسلام او د قذافي د کورنۍ یو شمېر غړي یې نیولي.

د نړیوالو جرمونو پروړندې د جنايي محکمې رییس لویس مورینو اوکامبو هم ومنله، چې سیف الاسلام نیول شو، او لاهای ته یې د لیبیا د ټلوالې له خوا د سیف الاسلام د لېږد هرکلی کړی و.

Image caption د لیبیا یاغیان وايي، چې د طرابلس ۹۵ خاوره یې لاندې کړې، خو د قذافي ځواکونه دا خبره ردوي.

پر معمر القذافي او د هغه پر زوی سیف الاسلام په طرابلس کې د انساني ضد جرمونو، وژنو او نیونو کولو تور دی.

د معمر القذافي د کشر زوی محمد القذافي د تېښتې یا تسلیمېدو یا د نیول کېدو خبر ورکړل شوی و.

فرانس پرېس خبري اژانسد لیبیا د ملي انتقالي شورا په حواله ویلي، محمد القذافي تښتېدلی دی.

پر همدې مهال، امریکايي ولسمشر بارک اوباما ویلي چې په لیبیا کې وضعیت لاهم ناڅرګند دی، خو په وینا یې د قذافي د نظام د ړنګېدو وخت رارسېدلی دی.

اوباما خبرداری ورکړ چې په لیبیا کې جګړه نه ختمېدونکې ده، چې په وینا کې لاهم هلته ځینې عناصر لوی د جګړې پلویان دي.

اوباما پر قذافي غږ کړی چې له واکه لیرې شي او د هغه له پلویانو یې غوښتي چې وسلې پرځمکه کېږدي او د لیبیایي وګړو د وینو له تویولو لاس واخلي.

ورته مطالب