د خیبر پښتونخوا په نوښار کې چاودنې ۱۰ کسه ووژل

د نوښار چاودنه د انځور حقوق Getty
Image caption پولیس وايي چاودنه د هوټل مخې ته پر یوه بایسکل د ځای پرځای شوو چاودېدونکو توکو له کبله رامنځ ته شوې.

د پاکستان په شمال لوېديځ خیبر پښتونخوا کې چاودنې لږترلږه لس کسه وژلي او ۱۲ نور یې ټپیان کړي دي.

د خیبر پښتونخوا پولیس وايي، چاودنه تېر ماښام روژه ماتی مهال د یوه هوټل مخې ته داسې مهال وشوه، چې روژه تیان د روژه ماتي لپاره راټول شوي وو.

پولیسو ویلي، چاودنه پر یوه بایسکل د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو له کبله رامنځ ته شوې ده.

تر دې مهاله هېڅ کومې ډلې ددې چاودنې پړه نه ده منلې، خو ډېر کله په سیمه کې ددا ډول بریدونه پړه پر القاعدې او پاکستاني طالبانو ور اچول کېږي.

له تېرې مۍ راهیسې پاکستان کې د وسله والو بریدونه ډېر شوي.

پولیسو اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، چاودنه د رسالپور په مرکزي بازار نوښار کې شوې ده.

دوی وايي، چاودنه داسې مهال شوې، چې روژه تیانو د راتلونکي اختر لپاره توکي اخیستل.

په چاودنه کې د بازار یو کوچنی هوټل له منځه تللی دی.

د روانې میاشتې په لومړیو کې هم د خیبر پښتونخوا په یوه جومات کې د ګڼې ګوڼې پرمهال ورته برید لږترلږه ۵۱ لمونځ کوونکي ووژل.

او په تېر جون کې بیا د پېښور په ختيځ نوښار په یوه کلچه پلورنځي کې چاودنهې ۱۸ کسان ووژل او ۳۰ نور یې ټپیان کړل.

ورته مطالب