ایران د ۱۰۰ سیاسي بندیانو د خوشي کولو امر وکړ

د ایران د جمجم زندان د انځور حقوق Jamjam
Image caption ددغو بندیانو د خوشي کولو امر داسې مهال شوی چې ایراني سیاست وال په راتلونکې مارچ میاشت کې د کېدونکو پارلماني ټاکنو لپاره چمتووالی نیسي.

د ایران مذهبي مشر د هغو ۱۰۰ بندیانو د خوشي کولو امر کړی، چې د ۲۰۰۹ د جولای تر ټاکنو وروسته په تاوتریخجنو پېښو کې نیول شوي وو.

د سیاسي بندیانو د خوشي کولو دا اعلان د ایران مهر نیمه رسمي خبري اژانس د تېرې شنبې پر ماښام ناوخته اعلان کړ.

داسې ښکاري چې ایران دغه بندیان د روژې مبارکې میاشتې پای ته رسېدو په درشل کې د اسلامي زړه سوي له کبله خوشي کوي.

که څه هم په راپور کې د خوشي کېدونکو بندیانو نومونه نه دي یاد شوي، خو سرچینه وايي چې مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د خوشي کولو امر کړی.

ددغو بندیانو د خوشي کولو امر داسې مهال شوی چې ایراني سیاست وال په راتلونکې مارچ میاشت کې د کېدونکو پارلماني ټاکنو لپاره چمتووالی نیسي.

زړه نازړه

Image caption د ایران د واکمن نظام د مخالفې ډلې مشران مهدي کروبي او میر حسین موسوي لاهم له تېرې فبرورۍ راهیسې په خپلو کورونو کې جبراً توقیف شوي دي.

د ایران ډېری اصلاح غوښتونکي راتلونکو ټاکنو ته ته د ځانونو په کاندیدولو کې زړه نازړه دي.

امکان شته چې ایراني چارواکو پر هغو کسانو په ټاکنو کې د ګډون بندیز ولګوي، چې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د اړدوړ په جوړولو تورن بلل شوي.

د ایران د واکمن نظام د مخالفې ډلې مشران مهدي کروبي او میر حسین موسوي لاهم له تېرې فبرورۍ راهیسې په خپلو کورونو کې نظربند دي.

ورته مطالب