''پاکستان دې افغانستان ته چاودېدونکي توکي نه استوي''

امریکايي پوځيان
Image caption د شمېرو له مخې، تېر کال په افغانستان کې د چاودېدونکو توکو له کبله ۳۶۸ امریکايي پوځيان ووژل شول،

پاکستان ته د متحده ایالتونو څلورو سناتورانو تر خپل سفر وروسته له پاکستاني چارواکو افغانستان ته د چاودېدونکو توکو د لېږد د مخنيوي ټینګه غوښتنه کړې.

د مشرانو جرګې دغو څلورو دیموکراتو سناتورانو ویلي، چې افغانستان ته د پاکستان له لوري د دواړو هېوادونو پرپوله اورپکي چاودېدونکي توکي او د ټانکونو د الوځولو ماینونه جوړوي او بیا یې افغانستان ته استوي.

د سپينې ماڼۍ د سناتورانو په دې ډله کې شیلډن وایټ هاوس، مایکل بینیټ، ریچرډ بلومنتال او باب کیسي وو.

سناتورې کیسي له اسلام اباده تر ستنېدا وروسته خبریالانو ته وویل ''ټول پام په افغانستان کې زموږ پر هغو خدمتي پوځيانو دی، چې د سړک غاړې د چاودنو قرباني کېږي.''

د سړک غاړې د بمونو په ګډون ډېری چاودېدونکي توکي تر ډېره په سیمه کې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو پرضد کارول کېږي.

د راپور له مخې، دغه چاودېدونکي توکي له پاکستان څخه افغانستان ته د قاچاق کېدونکې سرې (امونیم نیترات) څخه جوړېږي.

کیسي زیاته کړه ''موږ باید ددغو چاودېدونکو توکو د لېږد مخه ونیسو.''

د شمېرو له مخې، تېر کال په افغانستان کې د چاودېدونکو توکو له کبله ۳۶۸ امریکايي پوځيان ووژل شول، په داسې حال کې چې سږکال ددغو توکو له کبله ۱۲۵ امریکايي پوځيان وژل شوي دي.

Image caption سږکال له کیمیايي سرې جوړوو شوو ماینونو له کبله په افغانستان کې ۱۲۵ امریکايي پوځيان وژل شوي.

که څه هم پاکستان هڅه کوي چې د اورپکو د فعالیتونو مخه ونیسي، خو د امریکا د مشرانو جرګې سناتورانو له پاکستاني سیاست والو او پوځي چارواکو د جدي ګام اخیستو غوښتنه کړې ده.

کیسي دا هم ویلي چې ''اوس موږ دا دنده لرو چې خپل حکومت وهڅوو چې پاکستان د چاودېدونکو توکو د لېږد مخنيوي ته اړ کړي. موږ پرمختګ کوو، خو د پایلې لیدو ته یې اړ یو. موږ د خپلې تګلارې د عملي کېدو په انتظار یو.''

ورته مطالب