''ویکیلیکس: امریکایانو یوه عراقي کورنۍ اعدام کړې ده''

عراق کې امریکايي پوځیان
Image caption د ۲۰۰۶ کال په جولای کې، امریکايي څېړونکو د عراقي چارواکو دا تورونه رد کړل چې ګني امریکایانو ولسي وګړي اعدام کړي.

د عراق حکومت د تېرې جمعې پر ورځ وویل، د ویکیلیکس له خوا د هغو افشا شوو اسنادو په اړه به پلټنه وکړي، چې وايي امریکايي ځواکونو د ښځو او ماشومانو په ګډون د بغداد په شمال کې د کورنۍ ټول غړي اعدام کړي.

د ناقانونه اعدامونو د څېړنې په موخه عراق ته د ملګرو ملتونو استول شوي استازي فلیپ الستن د ۲۰۰۶ کال په اپریل میاشت کې امریکايي چارواکو ته په یوه لېږلي پیغام کې ددغو اعدامونو خبر ورکړی و.

الستن ویلي، چې امریکایانو په ډله ییزه توګه د ۲۰۰۶ د مارچ پر ۱۵مه د صلاح الدین ولایت په الاسحاقي ښار کې ولسي وګړي اعدام کړي.

د الستن په پیغام کې د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې ویل شوي د لسو عراقي وګړو لاسونه تړل شوي او بیا په تیږو پر سر ویشتل شوي دي.

د ملګرو ملتونو دغه استازي ویلي، ټول ور رسېدلي معلومات ټينګار کوي چې امریکايي پوځيانو دغه ولسي وګړي په تیږو اعدام کړي.

د امریکا دفاع وزارت ددې راپورونو په اړه ویلي چې ګني امریکايي پوځيانو پر دغو ولسي وګړو د القاعدې ډلې د وسله والو ګمان کړی و.

د پنتاګان راپور وايي، چې له یوه کوره پر امریکايي پوځيانو ډزې وشوې، چې بیا دوی هوايي ځواک ته ددغه کور د بمبارولو امر وکړ.

او د ۲۰۰۶ کال په جولای کې، امریکايي څېړونکو د عراقي چارواکو دا تورونه رد کړل چې ګني امریکایانو ولسي وګړي اعدام کړي.

خو الستن پخپل پیغام کې ویلي، د تکریت (صلاح الدین ولایت مرکز) په روغتون کې د وژل شوو کسانو تشریح وښوده چې دوی په ډبرو ویشتل شوي.

تر دې پېښې وروسته، اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس یوه داسې وېدیو هم خپره کړې، چې پکې پنځه ماشومان پر سرونو په ډبرو ویشتل شوي.

د ویکیلیکس غندل

د انځور حقوق Reuters
Image caption تر دې پېښې وروسته، اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس یوه داسې وېدیو هم خپره کړې، چې پکې پنځه ماشومان پر سرونو په ډبرو ویشتل شوي.

پر همدې مهال، یو شمېر نړیوالو ورځپاڼو د رازونو پرضد انټرنېټي وېبپاڼه ''ویکيلیکس'' غندلې چې له سانسور پرته یې پر انټرنېټ د امریکا دیپلوماتیک رازونه خپاره کړي.

پنځو مطبوعاتي ډلو ګارډین، نیویارک ټايمز، دیرشپیګل، ایې آی پیس، او لي مونډي چې مخکې یې له ویکيلیکس سره همکاري درلوده، وايي ددې اسنادو پر خپرېدو خواشیني دي چې په وینا یې کولای شي د هغو کسانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړي چې معلومات یې ورکړي او نومونه یې په ډاګه شوي دي.

نوموړې ورځپاڼې وايي د ویکيلیکس په غندلو کې دوی یوه خوله دي.

ورته مطالب