د لیبیا منځمهاله شورا: قانون ته به درناوی کوو

Image caption د غونډې ګډونوال پرېکړه وکړه چې د لیبیا ۱۵ میلیارده ډالر کنګل شوې پیسې ته خوشې شي.

د لیبیا د ملي منځمهالې شورا مشر پر لیبیایانو غږ وکړ چې د زغم ټولنه جوړه کړي او د قانون واکمنۍ ته پکې درناوي وکړي.

د لیبیا د راتلونکې په اړه په پاریس کې په جوړشوي نړیوال کنفرانس کې مصطفی جلیل ژمنه وکړه چې په ۱۸ میاشتو کې به نوی اساسي قانون جوړوي او ټاکنې به کیږي.

د فرانسې ولسمشر نیکولاس سرکوزي وویل اوس به ټول پام د لیبیا پر بيارغونه ور ټول وي، خو دا یې روښانه کړه چې د ناټو بریدونه به ترهغو دوام وکړي چې معمر قذافي د ګواښ په توګه پاتې وي.

د لیبیا د منځمهالې شورا یوه پوځي وياند احمد باني بي بي سي ته وویل په سېرت ښار کې قبایلي مشرانو ته یوه اوونۍ نور وخت ورکول کیږي چې ښار په سوله ایز ډول تسلیم کړي:

که دوی سوله انتخاب کړه، موږ به يې هم انتخاب کړو. موږ هڅه کوو چې د وينې تويدنې د مخنيوي يوې موافقې ته ورسيږو. موږ خبر يو هغه څوک چې اوس د سرت چارې پر مخ بيايي، د قاتلانو او جنايتکارنو يوه ډله ده.''

Image caption د فرانسې ولسمشر نیکولاس سارکوزي په لیبیا د ''جوړجاړي او بښنې'' پر چاره ټپنګار وکړ.

سرت ډګروال قذافي ته د وفادارو ځواکونو د مقاومت وروستۍ سنګر دی.

ښاغلي قذافي پخپل وروستي راډیویی پيغام کې بیا له خپلو پلویانو وغوښتل چې د ده په وینا د لیبیا د نیواک ګرو پرضد غلچکي بريدونه وکړي.

د جوړجاړي اړتیا

بل خوا، د فرانسې ولسمشر نیکولاس سارکوزي چې د لیبیا په تړاو یې د غونډې مشري کوله، پر جوړجاړي او بښنې ټينګار وکړ.

سارکوزي وویل، کله چې د ملي منځمهالې شورا له خوا په لیبیا کې حالات کنټرول شي، لیبیا ته به د برتانیا له لومړي وزیر ډیویډ کامیرون او د قطر له امیر شیخ حمد بن خلیفه ال ثاني سره سفر وکړي.

''موږ په سرت کې له خپلو کورنيو او ملګرو سره د جګړې د مخنيوي او د يوه سوله يیز حل لپاره، يوه اوونۍ نور وخت ورکوو.

نوموړي وویل، تر هغه به په لیبیا کې د ناټو بریدونه او پوځي ماموریت دوام وکړي، چې د قذافي او هغه د وفاداره ځواکونو له خوا رامنځ ته کېدونی ګواښ له منځه تللی نه وي.

خوم د برتانیا لومړي وزیر ډیويډ کامیرون ټینګار وکړ چې په طرابلس کې د انساني ضد جرمونو تورن باید عدالت ته راکش کړای شي.

Image caption لیبیایانو سږ کال د قذافي کلیزه په بېله بڼه ولمانځله.

د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن هم د غونډې ګډونوالو ته وویل، چې د ناټو عملیات باید تر هغه دوام وکړي، چې د ولسي وګړو پروړاندې ګواښونه له منځه تللي نه وي.

دې دا هم وویل چې پر لیبیا د ملګرو ملتونو له خوا لګول د لګول شوو بندیزونو د پورته کولو لړۍ باید په تدريجي توګه پیل شي او په ملګرو ملتونو کې د لیبیا نوو مشرانو ته ځای ورکړل شي.

ورته مطالب