سټراوس کان فرانسې ته ورسېد

سټراوس کان له خپلې ښځې سره د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلی کان له خپلې مېرمنې 'آن سنکلییر' او لور سره څو ساعته وړاندې د پاریس په هوايي ډګر کې ښکته شو او خپل کور ته ورسېد.

د پيسو د نړیوال صندوق 'آی ایم ایف' مشر ډامنیک سټراوس کان وروسته له هغه له امریکا څخه فرانسې ته ولاړ، چې پرې د هوټل د یوې خدمې د جنسي اړیکو تور بې ځایه وبلل شو.

ښاغلی کان له خپلې مېرمنې 'آن سنکلییر' او لور سره څو ساعته وړاندې د پاریس په هوايي ډګر کې ښکته شو او خپل کور ته ورسېد.

امریکایي څارنوالانو د ښاغلي کان پرضد تورونه ځکه لغوه کړل، چې د هوټلې د خدمې نفیساتو ډیالو په خبرو کې یې شک وموند.

سټراوس کان تېره میاشت په نیویارک کې د یوه هوټل پر یوې خدمتګارې د جنسي تېري د هڅې په تور ونیول شو.

نوموړي ته د پولیسو له خوا تېره اوونۍ خپل پاسپورت بېرته ورکړل شو.

د سټراوس کان کورنۍ په نیویارک کې د شنبې پر ماښام د فرانسې د ایر فرانس هوايي شرکت په الوتکه کې کوزه شوه.

سټراوس کان په تېره مۍ میاشت کې د الوتکې د ننه په نیویارک کې ونیول شو، بیا د یوې اوونۍ لپاره بند وساتل شو، او پوره اووه اوونۍ په جبري بند کې پاتې شو.

که څه هم پر نوموړي د جنسي تېري لګول شوي تورونه شکمن وبلل شول، خو فرانسې ته تر رسېدا وروسته پر نوموړي د یوې ناول لیکونکې تریستان بانو له خوا د جنسي تېري د هڅې تور لګول کېږي.

آغلې بانو ویلي چې ګني د مرکې پرمهال یې پر هغې د جنسي تېري هڅه کړې ده.

د ویلو ده چې سټراوس کان پرې د جنسي تېري تر لګولو وړاندې د فرانسې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د سوسیالیست ګوند مشهور نوماند و.

ورته مطالب