کلنټن: امریکا ته د نوي ګواښ ترشا القاعده ده

کلنټن
Image caption کلنټن چې له نیویارک ایالت څخه د کانګرس یوه مخکنۍ غړې وه، پر امریکایانو غږ کړی چې خپل پلانونه بدل نه کړي او په احتیاط ګامونه واخلي.

په نيويارک او واشنگټن کې امنيتي تدبيرونه د بم چوونې تر هغه گواښ وروسته ډېر شوي چې وايي ټاکل شوې وه د يکشنبې په ورځ د سپټمبر د ۱۱ بريدونو له لسم تلين سره جوخت تر سره شي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن وويل چې گواښ رېښتونى دى.

هیلري کلنټن ویلي، که څه هم د امریکا پرضد ددغو بریدونو ګواښ نه دی شوی، خو ډېر احتمال دا دی چې د امریکا په ضد وي او تر شا یې د القاعدې ډلې لاس دی.

آغلې کلنټن په نیویارک کې ویلي ''تېره شپه له باوري سرچینو څخه د یوه نوي ګواښ معلومات ترلاسه شول، القاعده غواړي چې په دې سره امریکایانو ته زیان ورسوي، نیویارک او واشنګټن په نښه کړي.''

پر همدې مهال، د امریکا یوه بل جګپوړي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي داسې باور دی چې دغه ګواښ په جدي توګه امریکا ته متوجه دی، چې نیویارک او واشنګټن په کې په نښه کېږي، او ښايي چې د القاعدې له اوسني مشر ايمن الظواهري سره تړاو ولري.

په پاکستان کې د القاعده ډلې د مخکني مشر اسامه بن لادن تر وژل کېدا وروسته ددغې شبکې مشري ایمن الظواهري ته وردغاړې شوه.

په پام کې ده چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما به پر یکشنبه نیویارک او واشنګټن ته سفر وکړي او د ۲۰۰۱ د سپتمبر د یوولسې د بریدونو په لسم تلین کې به برخه واخلي.

"بیداري"

کلنټن د جمعې پر ورځ وویل:''القاعده یوځل بیا نیویارک او واشنګټن کې د ملکي اهدافو په نښه کولو هوډ لري، چې باید هوښیار ورته اوسو. دغه ګواښونه یوځل بیا له سخت دریځو سره زموږ جګړه را په یادوي.''

هغې دا هم وویل چې امریکايي سیمه ییز او فدرالي چارواکي باید دغه ګواښ جدي وګڼي.

Image caption سپينې ماڼۍ ویلي، ولسمشر اوباما ته پر تېره پنجشنبه حکومت ته امر کړی چې د سپتمبر د یوولسې پر ګهيځ خپل امنیت دوه برابره ډېر کړي.

دې دا هم ویلي چې د ترهګرۍ ضد جګړې په برخه کې کارپوهان سخت اندېښمن دي؛ ځکه چې د اسامه بن لادن په کور کې موندل شوو استخباراتي معلوماتو د سپټمبر د ۱۱ له نېټې سره هممهاله د بریدونو وړاندوېینه کړې وه.

کلنټن چې له نیویارک ایالت څخه د کانګرس یوه مخکنۍ غړې وه، پر امریکایانو غږ کړی چې خپل پلانونه بدل نه کړي او په احتیاط ګامونه واخلي.

اوباما

بل خوا، د امریکا ولسمشر بارک اوباما د نوي ګواښ پروړاندې د سختو امنیتي تدابیرو نیولو امر کړی.

سپينې ماڼۍ ویلي، ولسمشر اوباما پر تېره پنجشنبه حکومت ته امر کړی چې د سپتمبر د ۱۱ پر ګهيځ خپل امنیت دوه برابره ډېر کړي.

ورته مطالب