د سپتمبر د ۱۱ بریدونه او عواقب یې

Image caption په امريکا کې پراخېدونکى بحث اوس دادى چې آيا د بوش ادارې د القاعدې بريدونو ته په ناسم ډول غبرگون وښود که څنگه.

د سپټمبر د ۱۱ او د هغې د عواقبو په اړه چې هر څه ويل شوي، يوه خبره روښانه ده او هغه دا چې دغو پېښو او هغو ته د امريکا د حکومت غبرگون ستراتيژيکه نقشه داسې ناڅاپي واړوله چې اوس ورسره واشنگتن او پاتې نړۍ لاس او گرېوان ده.

په همدې تړاو په ډېپلماتيکو چارو کې د بي بي سي خبريال جاناتن مارکس په خپله ارزونه کې وايي:

د سپټمبر د ۱۱ بريدونو د پېښو داسې يوه لړۍ راپيل کړه چې د تېرې لسيزې بڼه يې وټاکله.

د افغانستان او عراق له جگړو، د يوه پياوړي سيمه ييز ځواک په توگه د ايران له رابره کېدو او د منځني ختيځ له بشپړ اوښتون څخه چې ښايي په عربي نړۍ کې د پاڅونو مرستندوى شوى وي – نړۍ چې اوس په هر دريځ کې ده دا د هغو پرېکړو له امله چې پر نيويارک او واشنگټن له بريدونو وروسته وشوې.

د سپمټبر تر پېښو راوروسته لسيزې دغه راز له امريکا او لوېديځ نه د چين او ختيځ پر لور د اقتصادي پراخېدونکي ځواک لېږد هم رابرسېره کړ.

پخپله دا کار د سپټمبر د يوولسمې محصول نه دى، خو د امريکا د پوځي ځواک د کمېدو انگېرنې او دوو گرانبيو جگړو د امريکا اقتصادي تنگلاسۍ په ډاگه کړې.

د سپټمبر د پېښو انگازې پراخې وې.

آسيا او لاتينې امريکا ته د واشنگټن پام کمزورى شو. داسې برېښېده چې د امريکا د بهرنۍ تگلارې ډېره برخه او د نړۍ په اړه د امريکا نظر تر ډېره د ترهگرۍ ضد يوازينۍ کړکۍ له لارې راوځي.

دغه راز، د واشنگټن او مسکو له ځاى ځاى اختلافونو سره سره، د روسيې دې لومړنۍ پرېکړې چې چمتو ده د افغانستان په اړه له امريکا سره استخباراتي او نورې مرستې وکړي، عملا" په راروانو لسو کلو کې د بېجينگ او مسکو ترمنځ د لا نژدې اړيکو د ټينگېدو مخه ونيوله.

په دې ډول نو په ستراتيژيکه نقشه کې يوې لسيزې بدلون وموند. ډېرئ مسايلو په تصادف پورې نه، بلکه په پوهېدلو پرېکړو پورې اړه درلوده.

ځکه نو، په امريکا کې پراخېدونکى بحث اوس دادى چې آيا د بوش ادارې د القاعدې بريدونو ته په ناسم ډول غبرگون وښود که څنگه.

اوس نوي غوراوي را دبره شوي دي. ځينې دا پوښتنه کوي چې د لېبيا په برخه کې د اوباما د حکومت غبرگون خو به د امريکا د نوي ډول چلند پيلامه نه وي چې خبره په سيمه کې خپلو انډيوالانو ته پرېږدي، پخپله شاته ووځي او نورو ته ووايي چې درندو پېټو ته اوږه ورکړئ.

آيا ممکنه ده چې د سپټمبر تر يوولسمې راوروسته لسو کلو ته په پاى کې او ښايي پرځاى- په امنيتي اندېښنو کې د ډوب يوه پړاو په سترگه وکتل شي چې له چټکې اوښتونکې نړۍ سره په مقابله کې يې امريکا د خپلو لا هم پراخو امکاناتو له معقولې کارونې څخه راوگرځوله؟

ورته مطالب