د سندهـ ۲۹۰۰۰ کلي اورښتونو اغېزمن کړي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption يوازې د سندهـ د بدين په سيمه کې ۶۰۰۰ کلي اغېزمن شوې دي.

د پاکستان حکومت وايي چې وروستيو اورښتونو د سندهـ ايالت له ۲۹زره زيات کلي زيانمن کړې دي. دغه اورښتونه چې د سې شنبې راهيسې په پرله پسې ډول اوري ۲۲۶ کسان په کې وژل شوې دي.

د چار شنبې پر ورځ د کراچۍ په ګډون په ټولو هغو سيمو کې ښوونځي رخصت وو چې د اورښتونو له امله اغېزمنې شوې دي.

د هوا پېژندنې اداره وايي په راتلونکو څلريشت ساعتونو کې د بلوچستان او سندهـ ايالتونو په ځينو سيمو کې د نور باران د اورېدو اټکل شوی دی.

بدين په سندهـ کې هغه سيمه ده چې تر ګردو ډېره ځپل شوې ده. د دغې سيمې شاوخوا ۶۰۰۰ کلي اغېزمن شوې دي. په دغو کليو کې شاوخوا يو ميليون وګړي ژوند کوي.

بل خوا ولسمشر اصف علي زرداري په سندهـ کې د نور باران د نه اورېدو او د پنجاب په ايالت کې د ډينګي په نوم د ساري مکروب د خپرېدو له امله اغېزمنو شويو کسانو ته، له ولس نه د دعا غوښتنه وکړه.

د سند د مرستو رسولو مسوولين وايي چې اغېزمنو شويو سيمو ته د مرستې توکي استول شوي، خو په وينا پر له پسې بارانونو دغه هڅې ټکنۍ کړې دي.

دغلته په جوړو شويو پنډغالو کې شاوخوا درې لکه کسان اوسېږي چې نژدې نيمايي يې ماشومان دي.

بل خوا په بلوچستان ايالت کې د اورښتونو له کبله پنځه کسه وژل شوې دي. دغلته پر سړکونو اوبه ولاړې دي او له خټو جوړ يو شمېر کورونه يې نړولې دي.

ورته مطالب