پنېتا: د بريدونو د مخنيوي لپاره هره چاره کاروو

ليون پنېتا
Image caption موږ د خپلو ځواکونو د ساتنې لپاره هر ممکنه ګام پورته کوو.

د امريکا د دفاع وزير ليون پنېتا خبرداری ورکړی، واشنګټن به "خپل ټول هغه وس" وکاروي له مخې يې په افغانستان کې پر امريکايي ځواکونو، په پاکستان کې د دېره اورپکو د بريدونو مخنيوی وکړي.

امريکا په پاکستان کې مېشتې حقاني شبکې ته د بريدونو د پړې ګوته نيسي چې په کابل کې يې د امريکا سفارت او ناټو اډو پر ضد وروستي بريدونه ترسره کړي دي.

د دفاع وزير وويل واشنګټن په وار وار د پاکستان حکومت هڅولی چې پر حقاني شبکې خپل اغېز وکاروي، خو "نتيجه" يې نه ده ورکړې.

ده وويل په افغانستان کې د ايتلافي ځواکونو پر ضد له بريده وروسته پاکستان ته د حقاني شبکې بېرته ور ستنېدل، د منلو نه دي.

د اسوشېېټېډ پرس خبري اژانس د خبر له مخې ليون پنېتا ويلي چې امريکا په پاکستان کې د مېشتو طالبانو له لوري په افغانستان کې پر خپلو دېره پوځيانو د "بريد کولو اجازه" نه ورکوي.

"پيغام ډېر روښانه دی چې موږ د خپلو ځواکونو د خونديتوب لپاره هر ډول ممکنه ګامونه پورته کوو."

ښاغلي پنېتا د دې يادونه ونه کړه چې څه ډول ګامونه پورته کوي، خو ويې ويل چې د دا ډول بريدونه اجازه به ور نه کړي.

د امريکا د دفاع وزير له څرګندونو مخکې، په افغانستان کې د امريکا سفير هم پر کابل د بریدونو د "پړې ګوته" حقاني شبکې ته نېولې ده.

په دغو بريدونو کې په کابل کې د امريکا سفارت، دغلته د ناټو ځواکونو د قومندې مرکز او يو شمېر افغان پوځي تاسيسات په نښه شوي وو.

په دغه نژدې شل ساعته جګړه کې څلور پوليس، څلور ملکيان او نهه بريدګر ووژل شول.

د ناټو له مرکز او د امريکا له سفارت نه خپرې شوې ويناپاڼې وايي چې په دغو بريدونو کې د دوی کارکوونکي نه دي وژل شوي.

ورته مطالب