په هند او نیپال کې زلزلې لږترلږه ۲۶ کسان وژلي

نيپال
Image caption په نیپال کې پنځه کسه وژل شوي، چې په کتماندو کې درې په کې د برتانیا سفارت ته څېرمه تر یوه دېوال لاندې شوي.

د هند په شمال او نیپال کې زلزلې لږترلږه ۲۶ کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

زلزلزله تېره شپه د ریختر په کچه ۶ اعشاریه ۸ درجې وه.

په نیپال کې پنځه کسه وژل شوي، چې په کتماندو کې درې په کې د برتانیا سفارت ته څېرمه تر یوه دېوال لاندې شوي.

۲۱ کسه نور بیا د هند په سیکیم او بیهار ایالتونو کې وژل شوي.

پر نیپال سربېره په بهوتان او بنګلادیش کې هم زلزله محسوس شوې ده.

په دغه سیمه کې سږ کال ډېرې زلزلې وشوې، خو ډېره مرګ ژوبله یې وانه ړوله.

د برېښنا پرې کېدل

د امریکا د ځمک پېژندنې د ادارې په حواله، د ګرینویچ پر وخت ۱۸ بجې او لس دقیقې د هند د شمالي سیکیم ایالت به غرنۍ سیمه زلزله وشوه.

له زلزلې سره تر ځمکې لاندې د تیلې فون کرښې غوڅې شوې، او د ایالت مرکز ګانتوک تپه تیاره شو.

تلوېزیونونو ویلي چې د لویې لارې پر څنډه یو شمېر ودانۍ ونړېدې.

فرانس پرېس خبري اژانس د ګانتوک د یوه اوسېدونکي له خولې ویلي چې تر زلزلې شېبه وروسته ټول ښار تپه تیاره شو.

سرچینه زیاتوي ''موږ ټولو له خپلو کورونو له وتلو هڅه وکړه، ځینې خلک له کړکیو ووتل او په ودانیو کې د چاکونو اواز مو اورېده.''

په سیکیم ایالت کې ددغې سیمې د یوه جګپوړي چارواکي کرما ګیاتسو په وینا، پنځه کسه وژل شوي او تر ۵۰ ډېر نور ژوبل شوي دي.

او په نیولي ډيلي کې لومړي وزیر منموهن سینګهـ د ملي طبیعي پېښو له ادارې سره د ګډې بېړنۍ غونډې د جوړولو امر کړی.

د لومړي وزیر د دفتر رییس اجیت سیتهـ ویلي سیکیم ته ژغورندویه ډلې استول شوې دي.

ورته مطالب