احمدي نژاد پر لوېديځو سیاستونو سخته نیوکه وکړه

احمدي نژاد
Image caption احمدي نژاد: ''امریکا او ملاتړي یې صهیونیزم یوه سپېڅلې مفکوره او ایدیالوجي ګڼي. ''

د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد د پنجشنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې پر لوېديځو سیاستونو او ارزښتونو سخته نیوکه وکړه.

د نوموړي وینا له غونډې د امریکايي او اروپايي استازو د وتلو سبب شوه.

محمود احمدي نژاد وویل، سرکښه قوتونه ټول هغه کسان ګواښوي چې د نازیانو د ټول وژنې او د سپتمبر د یوولسمې د پېښو په اړه شکمن دي.

نوموړي د ۲۰۰۱ د سپتمبر یوولسمې پېښې یو ناڅرګند سیاست وباله، چې په وینا یې په لړ کې یې امریکا پر افغانستان او عراق د بریدونو بهانه ولټوله.

ده وویل چې ''امریکا او ملاتړي یې صهیونیزم یوه سپېڅلې مفکوره او ایدیالوجي ګڼي. ''

''انجنیر''

ایراني ولسمشر دا هم وویل چې د یوه انجنیر په توګه، په دې باور دی چې د نیویارک د سوداګرۍ نړیوال برجونه ددوو الوتکو په جنګولو سره نه شي رالوېدی.

نوموړي په ملګرو ملتونو کې تر وینا وروسته له اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، د سوداګرۍ دغه برجونه د یو لا له وړاندې طرحه شوي پلان له مخې نړول شوي، خو په پېښه کې یې په زغره امریکايي چارواکي ښکېل ونه بلل.

ورته مطالب