ایران دوه امریکایان خوشي کړل

جوش فتال او شان بایر د انځور حقوق AFP
Image caption دغه امریکایان د ایران او عراق پر ګډه پوله د جاسوسۍ په تور د ایران له خوا ونیول شول.

ایران هغه دوه امریکايي بندیان خوشي کړل، چې نژدې دوه کاله وړاندې یې د جاسوسۍ په تور نیولي وو.

دغه دوه امریکایان د چهارشنبې په ورځ ناوخته عمان ته ورسول شول.

امریکایي تلوېزیوني شبکو هغه وېدیوګانې وښودې، له یوې الوتکې د عمان پلازمېنې مسقط پر هوايي ډګر راکوز شول او د کورنیو غړي یې هرکلي ته ولاړ وو.

ددغو امریکايانو (جوش فتال او شان بایر) د پیسو په ضمانت د خوشي کولو امر یوه ایراني قاضي وکړ.

د ایران د قضایه ادارې په څرګندونو کې راغلي، د دغو امریکایانو د خوشي کولو امر د استیاف محکمې وکړ.

په نیویارک کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما ددغو امریکایانو د خوشي کولو هرکلی وکړ، او خبریالانو ته یې وویل ''موږ نېکبخته یو، دا زموږ او ددغو خوشي شوو امریکایانو لپاره د خوشالۍ ورځ ده.''

د دغو امریکایانو د خوشي کولو د ضمانت پیسې چې نژدې یو میلیون ډالره کېږي، عمان منلی.

تر دې وړاندې په ایران کې یوه بله امریکايي ښځه سارا شورد د تېر ۲۰۱۰ کال په سپټمبر کې راخوشې شوه، چې د هغې د ضمانت پیسې هم عمان منلې وې.

شان بایر او جوش فتال د ۲۰۰۹ کال له جولای راهیسې بندیان ول، چې د عراق شمالي سرحدي سیمو ته څېره له ایران سره پرګډه پوله ایران نیولي وو.

دغو امریکایانو ټینګار کاوه چې پر ګډه پوله یې لاره ورکه کړې وه، او په تېروتنې ایران ته اوښتي دي.

ورته مطالب