د حقاني شبکې د ځپلو په شرط له پاکستان سره د امریکا مرسته

د انځور حقوق AFP
Image caption په تېر جولای کې امریکا وویل، د پاکستان له پوځ سره به خپله نژدې ۸۰۰ میلیون ډالر مرسته ځنډوي، چې د چارواکو په وینا دا له پاکستان سره د امریکا د کلنۍ مرستې درېیمه برخه جوړوي.

د امریکا مشرانو جرګې له پاکستان سره کېدونکې مرستې د حقاني شبکې پرضد د پاکستان له لوري تر ريښتینې مبارزې پولې مشروطې کړې.

د حقاني شبکه، چې په غالب ګمان پاکستان کې مرکزونه لري، افغانستان کې د بهرنیانو او لوېديځوالو پرضد د لویو بریدونو مسؤوله بلل کېږي.

د مشرانو جرګې له خوا د پاکستان لپاره دغه اضافي پوځي بودیجه پر داسې مهال تصویب شوې، چې د پاکستان او امریکا ترمنځ اړیکي د پخوا پرتله ترینګلي شوي.

د پاکستان لپاره دغه مرسته لاهم د مشرانو جرګې او ولسي جرګې تصویب ته اړتیا لري.

د مشرانو جرګې د ۱ میلیارد ډالرو دغه بودیجه د پاکستاني پوځ له خوا له اورپکو سره د مبارزې او عملیاتو په موخه تصویب کړه، چې دا بودیجه د ولسمشر اوباما له غوښتنې یوڅه لږ وه.

خو د جرګه ګۍ ویناپاڼه کاږي، د امریکا دغه مرستې په دې شرط پاکستان ته ورکول کېږي، چې د حقاني شبکې، القاعدې او نورو ترهګرو ډلو پرضد د زړه له کومي مبارزه وکړي.

له اورپکو سره تړاو

په تېر جولای کې امریکا وویل، د پاکستان له پوځ سره به خپله نژدې ۸۰۰ میلیون ډالر مرسته ځنډوي، چې د چارواکو په وینا دا له پاکستان سره د امریکا د کلنۍ مرستې درېیمه برخه جوړوي.

د حقاني شبکې په اړه د امریکا اندېښنې وروسته تر هغه زیاتې شوې، چې څو ورځې وړاندې د کابل په زړه کې د امریکا پر سفارت او د ناټو په مرکز بریدونه وشول، چې پړه یې د حقاني په شبکې واچول شوه.

تر هغه وروسته ناټو او امریکا له پاکستانه وغوښتل چې د حقاني شبکې پرضد ريښتينې مبارزه وکړي.

Image caption سراج الدین حقاني: ''اوس هغه ورځې ولاړې، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په غرونو کې به پټېدو، اوس افغانستان کې موږ ډاډ‌من ځایونه لرو.''

د تېرې شنبې په ورځ، په اسلام اباد کې د امریکا سفیر پاکستان ته وویل داسې ثبوتونه شته چې اورپکي د پاکستان له حکومت سره اړيکي لري، چې په وینا یې ''دا چاره باید ودرول شي.''

نوموړي دا څرګندوې ایله څو ورځې وروسته تر هغه وکړې، چې واشګټن ویلي وو، که چېرې ضرورت شي، د حقاني شبکه به د پاکستان په خاوره کې په نښه کړي.

خو د حقاني شبکې یوه قومندان سراج الدین حقاني له رویټرز خبري اژانس سره په یوه مرکه کې ویلي وو چې ''اوس هغه ورځې ولاړې، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په غرونو کې به پټېدو، اوس افغانستان کې موږ ډاډ‌من ځایونه لرو.''

خو پاکستان کې ځینو خبري سرچینو ویلي وو چې د امریکا د څارګرې اداې مشر جنرال ډېوډ پيټرېیاس د روانې اوونۍ په سر کې د پاکستان د څارګرې ادارې له مشر جنرال شجاع پاشا وغوښتل چې د حقاني شبکه په نښه کړي.

''اړيکي ترینګلي کوي''

خو پاکستاني چارواکو په وار-وار په ټینګار له اورپکو سره د تړاو لرلو ادعاوې رد کړې، او وايي چې دا ډول څرګندونې ''اړيکي ترینګلي کوي.''

ورته مطالب