بیل کلنټن: نتنیاهو د سولې پروسه ووژله

بنیامین نتنیاهو او محمود عباس
Image caption کلنټن زیاتوي، په منځني ختيځ کې د سولې د نه راتلو دوه اصلي سببونه دي: د نتنیاهو د ادارې له خوا د کېمپ ډېوېډ د تړون د شرطونو نه منل او په اسراییلو کې هغه دیموګرافي بدلون چې په لړ کې یې په اسراییلو کې یې د سولې د منلو عامه نظریه خوره کړې ده.

د امریکا مخکني ولسمشر بیل کلنټن ویلي، د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو واک ته له رسېدو راهیسې په منځني ختیځ کې د سولې پروسه وژلې ده.

ښاغلي کلنټن د جمعې په ورځ په نیویارک کې د منځني ختيځ د سولې د پروسې په تړاو دا څرګندونې کړې دي.

بیل کلنټن ویلي، نتنیاهو ته د مخکني اسراییلي حکومت ټولې سپارښتنې رسېدلې دي، خو هغه تر اوسه د سولې په تړاو هېڅ هم نه دي کړي.

د سولې د نشتوالي دوه لاملونه

کلنټن زیاتوي، په منځني ختيځ کې د سولې د نه راتلو دوه اصلي سببونه دي: د نتنیاهو د ادارې له خوا د کېمپ ډېوېډ د تړون د شرطونو نه منل او په اسراییلو کې هغه دیموګرافي بدلون چې په لړ کې یې په اسراییلو کې یې د سولې د منلو عامه نظریه خوره کړې ده.

ده دا هم ویلي چې: ''د اوسني منځني ختيځ په سیاست کې دوه لوی ناورینونه دي: د اسحاق رابین وژنه، او د اسراییلي پخواني حکوت د ولسمشر ارییل شارون دماغي سکته.''

اسراییلي امریکايي اعتراض

د امریکا متحده ایالتونو او اسراییلو دواړو د فلسطين د پلان مخالفت کړی، او وايي چې یوازې له اسراییلو سره د خبرو له لارې فلسطيني حکومت جوړېدای شي.

امریکايي ولسمشر بارک اوباما پر تېره پنجشنبې له محمود عباس سره د خبرو پرمهال ټينګار وکړ چې واشنګټن به د فلسطين غوښتنه ''ویتو'' کړي، خو عباس ټينګار کوي چې د د ملګرو ملتونو په سازمان کې به د فلسطین د دایمي غړیتوب د خپلولو لپاره د رسمي وړاندیز له مخې ته کېدو مخ وانه ړوي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن ویلي، هېواد یې د خبرو له لارې په منځني ختيځ کې د سولې د راتلو لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.

ورته مطالب