ستانه شوي صالح د اوربند غوښتنه وکړه

على عبدالله صالح د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د يمن ولسمشرعلي عبدالله صالح له څلور مياشتني غيابت وروسته خپل هيواد ته ستون شو

یمن ولسمشر علي عبدالله صالح ناڅاپه هیواد ته ورستون شوی او پلازمینه صنعا کې یې د روان اخ وډب د بندیو لپاره د اوربند غږ کړی.

خو مخالف فعالان د تاوتریخوالي د ډیریدو پړه پر ښاغلي صالح او د هغه پر ملاتړو اچوي.

په دغه تاوتریخوالي کې همدا اوونۍ شاوخوا ۱۰۰ تنه وژل شوي.

اکثره وژل شوي خلک حکومت ضد بې وسلې مظاهره کوونکي بلل شوي.

کله چې ولسمشر صالح په جون کې له يوه بمي بريد نه تر ژغورل کېدو وروسته، هېواد پرېښود، په کور دننه او بهر ډېرى وگړو دا فکر نه کاوه چې بېرته به راستون شي.

خو اوس دا دى بېرته راغى.

دى لا چا ندى ليدلى، خو د هغه له نامه يوه وينا راوتلې چې د اوربند غوښتنه پکې وړاندې شوې ده.

په پلازمېنه – صنعا کې په دې اړه آوازو زور اخيستى چې دده په زړه کې څه به وي؟

ځينې فکر کوي چې ښايي له څوکۍ کوز شي او دا کار تر راستنېدو وروسته ددې لپاره کوي چې سياسي ميراث يې خوندي پاتې شي.

نور بيا وايي چې کورني او بهرني فشار ته به د پخوا په څېر شا کړي او تر هغو چې شونې وي پر څوکۍ به ډډه لگوي او ځان به د يوه داسې يوازيني کس په توگه رامخته کوي چې د کورنۍ جگړې د مخنيوي وس لري.