نیپال کې د الوتکې رالوېدو ۱۹ کسان ووژل

کتماندو
Image caption د تېر کال په دسمبر کې هم یوه الوتکه کتماندو ته څېرمه یوه الوتکه راولوېده، چې ۱۹ کسان پکې ووژل شول.

د نیپال پلازمېنې کتماندو ته څېرمه د سیلانیانو یوه کوچنۍ الوتکه پر یوه تپه رالوېدلې.

چارواکو ویلي، دغه الوتکه د 'بودا هوايي شرکت' وه، چې ټول ټال پکې ۱۹ کسان سپاره ول.

دوی وايي په پېښه کې د الوتکې درې عمله، لس هندي سیلانیان، درې نیپالیان او دوه امریکایان او یو جاپانی سپاره ول.

د کتماندو د تریبوان نړیوال هوايي ډګر د ژغورنې د برخې مدیر بیمیش لال کارنا رسنیو ته ویلي ''د بودا هوايي شرکت دغه ۱۰۳ الوتنه د غره له چکر د ستنېدو په حال کې وه چې له کتماندو لس کیلومتره لیرې د کوتدادا پر غونډۍ راولوېده.''

ویل کېږي چې یو سیلانی لاژوندی دی، خو د پولیسو ویاند ویلي چې په پېښه کې یوازې ژوندي ټپي هم په روغتون کې ساه ورکړې ده.

پولیس وايي چې سختو بارانونو د ژغورنې بهیر له ستونزو سره مخامخ کړی.

سیمه ییزو رسنیو د عیني شاهدانو له قوله ویلي ''الوتکه په ټيټه فضا کې وه، چې له یوې غونډۍ سره وجنګېده او لویه چاودنه وشوه.''

''په یوه نیم ساعت کې د غونډۍ سر ته ختلو، او شاوخوا مو د انسانانو غوڅ شوي غړي ولیدل.''

د ویلو ده چې د بودا هوايي شرکت سیلانیانو ته هوايي سفرونه برابروي.

په نیپال کې هوايي سیلاني ډېره دود ده؛ ځکه چې په پښو ګڼو سیلاني سیمو ته تګ ډېر وخت غواړي.

د تېر کال په دسمبر کې هم یوه الوتکه کتماندو ته څېرمه یوه الوتکه راولوېده، چې ۱۹ کسان پکې ووژل شول.

ورته مطالب