امریکا: د العولقي د وژنې غچ اخیستو ګواښ شته

 العولقي
Image caption د ۲۰۰۹ د دسمبر پر ۲۴ مه هم د یمن په شبوه ولایت کې یمني الوتکو د العولقي د فعالیت سیمه بمبار کړه، خو نوموړی وژغورل شو او ۳۴ کسان یې ووژل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت امریکایانو ته خبرداری ورکړی چې د القاعدې د جګپوړي مشر انور العولقي تر وژل کېدا وروسته کېدای شي القاعده له امریکا خپل غچ واخلي.

انور العولقي په یمن کې د امریکا څارګرو الوتکو په برید کې ووژل شو.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې وینا پاڼه کې ویلي ''د القاعدې د وژل شوي جګپوړي چارواکي انور العولقي د وژنې غچ ښايي القاعده له امریکا واخلي او پر امریکايي بنسټونو بریدونه وکړي.''

تیار سئ

د نیویارک د پولیسو مشر ریمونډ کیلي د تېرې جمعې ورځې په وروستیو کې وویل، په ښار کې امنيتي ځواکونه د تیار سئ په حالت کې دي.

ښاغلي کیلي په ویناپاڼه کې ویلي ''پوهېږو چې د نیویارک په ګډون د امریکا په متحده ایالتونو کې هم پلویان لري. همدا ده چې د هغه د وژنې د غچ اخیستو لپاره باید بیدار اوسو.''

العولقي د القاعدې شبکې جګپوړی غړی ښودل شوی، چې په ګڼو غږیزو پیغامونو کې یې د امریکا او لوېديځ پرضد بریدونو امر کړی او لوېديځ یې د شیطان حزب بللی دی.

انور العولقي د امریکا په متحده ایالتونو کې زیږېدلی او امریکايي جنیست هم لري، خو نوموړی د امریکا د مطلوبو او خطرناکو ترهګرو په لیست کې و.

تېر کال د امریکا ولسمشر بارک اوباما د العولقي د څارلو او نیولو امر وکړ.

د ۲۰۰۹ د دسمبر پر ۲۴ مه هم د یمن په شبوه ولایت کې یمني الوتکو د العولقي د فعالیت سیمه بمبار کړه، خو نوموړی وژغورل شو او ۳۴ کسان یې ووژل.

امریکا پر العولقي دا تور هم پورې کوي، چې ګني له امریکايي افسر نضال حسن سره یې اړیکه لرله، چې د ۲۰۰۹ په نومبر کې یې د امریکا د ټکساس په فورټ هوډ اډه کې ۱۳ امریکايي افسران په ډزو ووژل.

ورته مطالب