اوباما: د ''انور العولقي'' وژنه القاعدې ته لوی ګوزار دی

انور العولقي د انځور حقوق BBC World Service
Image caption واشنګټن په دې ګمان دی چې العولقي له نیجریايي عمر فاروق عبدالمطلب سره اړیکه لرله.

امریکايي ولسمشر بارک اوباما په یمن کې د القاعدې د جګپوړي مشر انور العولقي وژنه د القاعدې ډلې د درې وړې کېدو لپاره ستر ګوزار وباله.

انورالعولقي په یمن کې د امریکايي عملیاتو په لړ کې ووژل شو.

متحده ایالتونو د تېرې جمعې پر ورځ ناوخته اعلان وکړ، چې انور العولقي د امریکا د بې پيلوټه څارګرې الوتکې په یوه برید کې د پلازمېنې صنعاء په شمالي غرنۍ سیمه کې ووژل شو.

اوباما وویل ''د العولقي وژنه د القاعدې د فعالو غړو او شبکې لپاره یو ستر ګوزار دی''.

امریکايي ولسمشر دا هم وویل چې متحده ایالتونو د یمن له حکومت سره په ګډه له ډېرې مودې راهیسې د العولقي کړنې څارلې.

خو سپینې ماڼۍ ټينګار کړی، چې د یمن ولسمشر علي عبدالله صالح باید سم لاسي د 'واک سپارل' پیل کړي، او د انورالعولقي تر وژل کېدا وروسته د واک د لېږد په تړاو د امریکا دریځ نه بدلېږي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني وویل، د العولقي په وژل کېدو کې د یمن له حکومت سره همکاري مهمه وه، خو هغه زیاتوي چې دا موضوع له هغې مسالې جلا ده، چې ښاغلی صالح دې واک ژر تر ژره وسپاري.

کارني خبریالانو ته وویل ''موږ هغه (صالح) او حکومت ته یې بلنه ورکوو چې د یمني ولس پروړاندې له هر راز تاوتریخجنو کړنو لاس واخلي''.

له دې خبرې د کارني موخه د یمني حکومت پرضد د لاریونونو له خوا د دیموکراتیکو غوښتنو ترسره کېدو ته رغنده اشاره وه.

برید

په صنعاء کې د بي بي سي خبریال د یمن د امنيتي سرچینو په حواله ویلي، پر العولقي د امریکا د څارګرو الوتکو په برید کې د هغه شپږ جنګیالي هم وژل شوي.

یوې امنيتي سرچینې د یمن په ختيځ ''مأرب'' ولایت کې بي بي سي ته ویلي چې په برید کې پر انور العولقي سربېره د هغه شپږ ساتونکي جنګیالي هم وژل شوي.

برید د تېرې جمعې پر ګهيځ وختي د هغه پر ګاډي وشو، چې د الجوف او مأرب ولایتونو ترمنځ په آل مروان سیمه کې روان و.

سرچینه زیاتوي، لسګونه قبیلوي وسله وال تر هوايي برید وروسته پر سیمه راپرېوتل.

د ویلو ده چې تېر کال د امریکا ولسمشر بارک اوباما د امریکايي جنیست لرونکي العولقي د څارلو او وژلو امر وکړ.

'د شیطان ډله'

انورالعولقي دالقاعدې شبکې د جګپوړو تنظيموونکو له ډلې و، او په ګڼو انځوریزو او غږیزو پیغامونو کې خپل جنګیالي د لوېديځ پرضد بریدونو ته هڅوي او لویدېځ ته یې د ''حزب الشیطان یا د شیطان ډلې'' خطاب کړی دی.

په یمن کې قبیلوي سرچینو ویلي چې له څو ورځو راهیسې د یمن پر اسمان بې پیلوټه الوتکې ګرځېدې.

انورالعولقي د امریکا په متحده ایالتونو کې زیږېدلی، امریکايي جنیست لري، او د امریکا په نزد له مطلوبو او خطرناکو ترهګرو څخه دی.

په امنيتي چارو کې د ب ي بي سي خبریال ګورډن کوریرا وايي، د العولقي وژل کېدل لوی اغېز لري؛ ځکه چې هغه ګڼ په عصري ټيکنالوجۍ سمبال ځوان مسلمانان وسلې راخیستو او سخت دريځۍ ته هڅول.

انورالعولقي داسې مهال ووژل شو، چې واشنګټن په یمن کې پر واکمن حکومت فشار ډېر کړی، چې د القاعدې ډلې پرضد خپلې کړنې دوه برابره کړي.

واشنګټن په دې اند دی چې العولقي په عربي جزیره کې د القاعدې ډلې له جګپوړو مشرانو او طراحانو څخه دی.

د ۲۰۰۹ کال د دسمبر پر ۲۴مه هم یمني الوتکو د العولقي د وژلو په موخه پر ''شبوه'' ولایت بمبار وکړ، چې لږترلږه ۳۴ کسان یې ووژل، خو نوموړی د بمبار په سیمه کې نه و.

د انځور حقوق AFP
Image caption امریکا پر العولقي دا تور هم پورې کوي، چې ګني له امریکايي افسر نضال حسن سره یې اړیکه لرله، چې د ۲۰۰۹ په نومبر کې یې د امریکا د ټکساس په فورټ هوډ اډه کې ۱۳ امریکايي افسران په ډزو ووژل.

او پاکستان کې د ځانګړو امریکايي ځواکونو له لوري د القاعدې شبکې د بنسټګر اسامه بن لادن تر وژل کېدا څو ورځې ووسته د روان ۲۰۱۱ کال په تېره مۍ میاشت کې هم امریکا پر انورالعولقي بمبار وکړ، خو وژغورل شو.

واشنګټن په دې ګمان دی چې العولقي له نیجریايي عمر فاروق عبدالمطلب سره اړیکه لرله.

عمر فاروق عبدالمطلب د ۲۰۰۹ کال د دسمبر پر ۲۵مه له امسټردام او دیترویت ترمنځ د سپرلۍ د یوې امریکايي الوتکې د تښتولو هڅه وکړه.

امریکا پر العولقي دا تور هم پورې کوي، چې ګني له امریکايي افسر نضال حسن سره یې اړیکه لرله، چې د ۲۰۰۹ په نومبر کې یې د امریکا د ټکساس په فورټ هوډ اډه کې ۱۳ امریکايي افسران په ډزو ووژل.

ورته مطالب