دنمارک پر غوړینو خوړو مالیه ولګوله

غوړين خواړه
Image caption په ډنمارک کې د یو کیلوګرامه کوچو بیه تر یوه نیم ډالر اوړي.

دنمارک پر داسې خوړو په ماليې لګولو چې اشباع شوي غوړ ولري، په نړۍ کې لومړۍ هېواد شوی دی.

په دغه هېواد کې هټیوال د کوچو، پيټزې او غوښو په زېرمه کولو بوخت دي چې د دغې ماليې له سم لاسي اغېزې ځانونه وژغوري.

د بي بي سي خبرياله فرحانه حيدر په خپل راپور کې وايي:

پر غوړو او وازګينو خوړو ماليه په يوه داسې هڅه کې لګول کېږي چې د دنمارک وګړي په کې ډنګر او هم د زړه ناروغۍ کچه کمه کړي.

اټکل دی چې په دې سره به ۲۲۰ میليون ډالره غونډ کړي او د اشباع شويو غوړو خوراک نژدې ۱۰ سلنه راکم کړي.

پرکوچو، شيدو، پنېرو، پيتزا، غوښه، تېل غوړيو او پوروسس شويو يا معالجه شويو خوړو، که له ۲،۳ سلنې زيات يې اشباع شوي غوړ لرل، پر ټولو به ماليه لګېږي.

د بېلګې په ډول د يو کيلو کوچو بيه به څه د پاسه يو نيم ډالر وي.

د خوړو ځينې توليدوونکي شکايت کوي چې ماليه يوه بيروکراتيکه ستونزه ده.

د دنمارک د خراک او څښاک فدراسيون وايي دنمارکيان په اسانۍ کولای شي د پېر او پلور په موخه ګاونډيو هېوادونو ته ور واوړي په همدې وخت کې ځينې ساينس پوهان فکر کوي اشباع شوي غوړ ښايي يوه خلطه موخه وي.

دوی وايي مالګه، بوره او چاڼ شوي کاربوهايډرېټ روغتيا ته ډېر زيان رسوي.

که څه هم دنمارک په خپلو خوږو ډېر مشهور شوی، له ۱۰ سلنې کم خلک هلته له روغتييايي پلوه چاغ بلل کېږي، چې له اروپايي منځنۍ کچې لږ څه کمه اندازه ده.