نوي ګيني کې قبیلوي شخړو ۱۵ کسان ووژل

نوی ګيني
Image caption د نوي ګيني اوسېدونکي په شاوخوا ۸۰۰ ژبو غږېږي، او تر ډېره د خپلو قبیلوي دودونو د ساتنې ملاتړ کوي.

د نوي ګيني په یوه غرنۍ قبایلي سیمه کې قبیلوي شخړو لږترلږه ۱۵ کسان ووژل.

شخړې د ختيځ غرني ښار کینانتو په سیمه کې شوې دي.

دغه شخړه د اګارابي او کامانو قبیلو ترمنځ رامنځ ته شوې دي.

پولیس وايي، په دې شخړو کې له تومانچو او چړو ګټه اخیستل شوې او یو شمېر ځایونه سېځل شوي.

سیمې ته نور امنيتي ځواکونه د احتمالي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره استول شوي.

په سیمه کې د استرالیا رادیو ته د پولیسو مشر سایمن کوابا ویلي ''شخړې ټول خلک هک پک کړل، فکر کوم دا به لومړی ځل وي چې په یوه پېښه کې دومره کسان وژل کېږي، موږ ددا ډول پېښې تمه نه درلوده.''

کوابا 'پوست- کوریر' ورځپاڼې ته ویلي ''د اګارابي قبیله پر کامانو قبیلې برید کړی دی.''

شخړه د تېرې جمعې پر ورځ د اګارابي قبیلې د کسانو له خوا د کامانو قبیلې د غړو پر مېشتځي په برید کولو سره پیل شوې ده.

راپورونه وايي، چې په وژل شوو کې ۱۴ کسان د کامانو قبیلې غړي دي.

د نوي ګيني اوسېدونکي په شاوخوا ۸۰۰ ژبو غږېږي، او تر ډېره د خپلو قبیلوي دودونو د ساتنې ملاتړ کوي.

په دې سیمه کې د بېلابېلو قبیلو ترمنځ شخړې رامنځ ته کېږي.

په ۲۰۰۸ کال کې هم د یوه سرحدي ساتونکي تر وژل کېدا وروسته په لوېديځو تراډو کې قبیلوي شخړو لږترلږه شپږ کسان ووژل.