بلوچستان: وسله والو ۱۳ کسه په ډزو وژلي

کوټه د انځور حقوق AFP Getty
Image caption بريدګرو له سيمې تښتېدلي، خو پوليس يې د نيولو په لټه کې دي.

د پاکستان په بلوچستان ايالت کې نا معلومو کسانو ۱۳ کسه په ډزو وژلي او اووه نور يې ټپيان کړې دي.

پېښه نن سې شنبه سهار مهال شوې او په موټر کې پر ناستو خلکو د مرکز کوټې ښار د اختر اباد په سيمه کې ډزې شوې دي.

وژل شوي کسان شعيه ګان دي او وژونکو يې چې ځايي چارواکي وايي څلور کسه وو، له سيمې پښې سپکې کړې دي.

د کوټې د پوليسو مشر حسن محبوب وويل ښار يې کلابند کړی او د مجرمانو د نيولو لټه يې پيل کړې ده.

تر اوسه د دغه بريد پړه هېڅ يوې ډلې پر غاړه نه ده اخيستې، خو تېره مياشت په مستونګ کې د يوې ورته پېښې مسووليت د لشکر جنګوي ډلې منلی وو.

د سپټمبر مياشتې پر ۲۰مه نېټه وسله والو د بلوچستان په مستونګ سيمه کې د شعيه زيارت کوونکو د سپرلۍ موټر په نښه کړ چې د ډزو له امله په کې ۲۶ کسه ووژل شول او زيات نور ټپيان شول.

په هغه موټر هم وسله والو ډزې وکړې، چې ټپيان يې روغتون ته لېږدول.

د دوی درې کسه د دغو ډزو له امله ووژل شول.

ورته مطالب