د ادبياتو لپاره د نوبل جايزه سويډني شاعر وگټله

تامس ترانستمور له خپلې ميرمن سره د انځور حقوق AFP Getty Images
Image caption تامس ترانستمور له خپلې ميرمنې مانيکا سره تر هغه وروسته چې د ادبياتو لپاره ي د نوبل د جايزې گټونکى وبلل شو

د نوبل د ادبياتو د سږنۍ جايزې گټونکى د سويډن شاعر تامس ترانستمور په داسې وخت کې اعلان شو چې د دغه هيواد په پلازمېنه ستاکهولم کې د خوښۍ چيغې وې

دا له ١٩٧٤ کال څخه راهيسته لومړى ځل دى چې د سکندنويا له سيمې څوک د نوبل د ادبياتو جايزه گټي

د جايزې گټونکي ته به سږ کال څه کم يو نيم ميليون امريکايي ډالر ورکوي

شل کاله وړاندې پر تامس ترانستمور د زړۀ حمله راغلې وه ، تر هغه وړاندې دۀ د ارواح پوه په توگه کار کاوۀ

د دۀ لومړنى کتاب په ١٩٥٤ کال کې خپور شوى و

د دې جايزې د اعلان پر وخت قاضي وويل د دۀ پاخۀ او ښکاره انځورونه حقايقو ته نوې کړکۍ پرانيزي

داسې اټکلونه او گومانونه وو چې په دې وروستيو څو کلونو کې ډيرو اروپايي ليکوالانو او شاعرانو دا جايزه گټلې او په همدې دليل ښايي د بلې لويې وچې کس سږ گټونکى وبلل شي

ډيرو داسې گڼل چې سږ کال ښايي د عربي ژبې کوم ليکوال دا وياړ خپل کړي .