هرې ۵ ماشومان زیږوونکې کورنۍ ته ۱۰۰۰۰ هندي کلدارې

یوه هندي کورنۍ
Image caption ځینې کلیساګانې هغو کورنیو ته چې پنځه ماشومان زیږوي، ۱۰ زره هندي کلدارې ورکوي.

د هند په کیرالا ایالت کې ګڼو هندي کلیساګانو هغو کورنیو ته چې تر ټولو دېر ماشومان زیږوي، لس زره هندي کلدارې ورکوي.

د هند په کیرالا ایالت کې د ''سایرو- مالابار'' په نامه ډلې د کلیساګانو له خوا هغو کورنیو ته چې پنځه ماشومان زیږوي، تر ۱۰۰۰۰ هندي کلدارو (چې۲۰۰ ډالر کېږي) ورکوي.

دا ګام وروسته تر هغه پورته شو، چې د کیرالا لومړي وزیر هغه راپور تصویب کړ، چې یوه کورنۍ لږترلږه باید دوه ماشومان وزیږوي.

خو د یوې کلیسا لخوا ګمارل شوې فعالې ډلې اندېښنه ښودلې چې په دې ګام سره به په کیرالا ایالت کې د مسیحي وګړو شمېر راټيت شي.

شمېرې ښيي چې په کیرالا ایالت کې د مسیحي وګړو شمېر مخ په کمېدو دی، او د رسمي شمېرو په حواله به د ایالت د مسیحیانو فیصدي تر ۱۸ پورې راټيټه شي.

د سایرو مالابار کلیسا ویاند باول سیلکات وايي ''باید دا پرېکړه د هغو کورنیو لپاره یوه شخصي چاره وګڼل شي چې ماشومان زیږوي، او موږ د کورني تنظيم پرضد نه یو.''

ورته مطالب