فلپین: د جنسي سیلانۍ په تړاو د خبرو بښنه

Image caption فلپين کې د امریکا سفارت ویلي، چې سفیر ښاغلي ټامس پر خپلو څرګندونو پښېماني ښودلې ده.

په فلپین کې د امریکا سفیر هیري ټامس پر خپلو هغو څرګندونو بښنه غوښتې، چې ويلي يې وو چې فلپین ته له نړۍ ۴۰سلنه سیلانیان د جنسي خوند لپاره راځي.

د نوموړي دې څرګندونو تېره میاشت په ټول فلپین کې غوغا رامنځ ته کړه.

امریکايي سفیر هیري ټامس یوې خبري ناستې ته دا څرګندونې کړې وې.

د نوموړي دې څرګندونو د فلپین د چارواکو غوسه هم راوپاروله، چې فلپین یې د جنسي خوند اخیستونکو لپاره جنت بللی و.

بل خوا، فلپین کې د امریکا سفارت منلې چې هیري ټامس پر خپلو څرګندونو سخت پېښمانه دی.

د ویلو ده چې امریکا پر فلپین فشار راوړی له هغو کسانو سره قانوني چلند وکړي، چې له ماشومانو سره جنسي اړیکي نیسي او یا د نجونو په قاچاق کې ښېکل دي.

ورته مطالب