" بې پېلوټه الوتکې د حقاني شبکې نژدې کس وژلى "

ډرون د انځور حقوق
Image caption بې پېلوټه الوتکو تير کال پر قبايلي سيمو تر سلو ډير بريدونه کړي دي

د استخباراتو مامورين وايي د امريکايي ځواکونو يوې بې پېلوټه الوتکې په شمالي وزيرستان کې د حقاني شبکې يو مهم کس وژلى دى .

ويل شوي چې بريد د ميرانشاه په سميه کې شوى او دوه توغندي په يوۀ کور لگيدلي دي .

ځينې خبري رسنۍ د وژل شوي کس نوم جليل حقاني يادوي او وايي درې ديرش کلن کس دى .

خو دغه نوم خپلواکو سرچينو نه دى تايد کړى .

په سيمه کې خلک وايي چې د حقاني شبکې ډير کسان مستعار نومونه کاروي او د رښتيني نوم معلومول يې اسانه نه وي.

شمالي او جنوبي وزيرستان باندې د بې پېلوټه الوتکو بريدونه خورا ډير کيږي .

امريکا وايي په دغه سيمه کې القاعده او طالبان پټ شوي او له هغه ځايه په افغانستان کې د ناټو او افغانستان پر ځواکونو بريدونه کوي .

د اگست په مياشت کې د يوې بې پېلوټه الوتکې په بريد کې په شمالي وزيرستان کې يو ويشت کسان ووژل شول.

په وژل شويو کې گڼ بهرنيان هم وو چې له حقاني شبکې سره تړلي وو.

له کله چې بارک اوباما په واشنگټن کې د واک واگې خپلې کړي په قبايلي سيمو کې د بې پېلوټه الوتکو بريدونه ډير شوي دي .

تير کال په دغه سيمه کې تر سلو ډير دغه ډول بريدونه وشول.

پاکستان د بې پېلوټه الوتکو په بريدونو ښکاره نفد کوي او وايي دغه ډول حملې د اورپکو سره خواخوږي زياتوي .