وزیرستان کې څارګرو الوتکو 'عرب جنګیالي' وژلي

شمالي وزیرستان
Image caption امریکا وايي د پاکستان استخباراتي اداره پاکستان کې د مېشتو اورپکو مټ دی.

د افغاني طالبانو یوه جنګیالي مشر ویلي، شمالي وزیرستان کې د امریکا څارګرې الوتکې په برید کې دوه عرب جنګیالي وژل شوي.

دغه برید د تېرې جمعې پر ورځ وشو، چې ددغه قومندان په وینا، په درو وژل شوو کې یو عرب جنګیالی و.

سرچینه وايي، وژل شوی عرب، امریکا کې د نیویارک د ممکنه بریدونو په تړاو د بندي تورن مذهبي مصري ملا عمر عبدالرحمن لمسی و.

دغه افغان طالب قومندان – چې د نامه له اخیستو یې ډډه کړې – ویلي، د عبدالرحمن لمسی او یو بل مصری د افغانستان پولې ته څېرمه په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې وژل شوي.

سرچینې ویلي، ۴۵ کلن احمد عمر عبدالرحمن له تېرو درو کلونو راهیسې د شمالي وزیرستان په یوه کلي کې اوسېده، چې په وینا یې پر پاکستاني طالبانو یې د اسلام اباد د حکومت ړنګولو پرضد د بریدونو د تېزولو غږ کاوه.

دی وايي چې احمد افغاني طالبان هم هڅول چې په هېواد کې د ناټو ځواکونو پرضد خپله مبارزه زیاته کړي.

خو پاکستاني سیمه ییزو استخباراتي چارواکو د وژل شوو عرب جنګیالیو هویت نه دی په ډاګه کړی.

۷۳ کلن عمر عبدالرحمن په مصر کې د اسلامي جماعت یو روحاني مشر دی، چې د امریکا په متحده ایالتونو کې د یو لړ بریدونو او تښتونو په تور نیول شوی.

پر نوموړي نیویارک کې د ملګرو ملتونو پر ودانۍ هم د برید کولو د پلان جوړولو تور دی.

ورته مطالب