سپاه صحابه: محرم کې دې شیعه ګان واټونو ته نه راوځي

مولانا احمد لودهیانوي
Image caption مولانا احمد لودهیانوي: ''دا هېواد زیاتره سني مذهبه دی، له دې کبله ولسمشر، لومړی وزیر، د پوځ مشر او د پاکستان د سترې محکمې رییس باید سني مذهبه وي.''

د پاکستان دولت سنې سخت دریځه ډله ''سپاه صحابه'' په ځینو مواردو کې د کوټې د شیعه ګانو د وژنې مسؤوله بولي.

په وروستیو څو کلونو کې تر ۶۰۰ ډېر کوټه مېشتي شیعه ګان وژل شوي.

سپاه صحابه ډله له تېرو نهو کالو راهیسې د ناقانونه ډلو په لېست کې راغلې، خو دغه ډله په بل نامه خپل فعالیتونه کوي.

ددغې ډلې له اهدافو دا هم دی چې پاکستان کې د ایران د اسلامي انقلاب له نفوذ سره مقابله وکړي.

پاکستان کې زموږ خبریال هارون نجفي زاده د سپاه صحابه ډلې له مشر مولانا احمد لودهیانوي سره د خبرو په سر کې له هغه پوښتلي چې ستاسې او شیعه ګانو ترمنځ په څه کې اختلاف دی؟

ځواب: زموږ پر خاوره لویې توطيې دوام لري. پر همدې وخت په ټول هېواد کې لاریونونه کېږي. که چېرې دغه پاڅونونه وغواړي پر دولت فشار راوړي هېواد به د اور لمبو ته ورټېل وهي، پولیس څه کولای شي. که ووایو دوی څه غواړي، د جنرال ضیاء الحق د واکمنۍ پرمهال چې د زکات قانون وضعه شو، شیعه ګانو هغه ونه مانه، دا یوه سرغړونه ده.

پوښتنه: تاسې وویل چې د شیعه ګانو له خوا د محرم میاشتې لاریون یوډل ځان ښودنه ده، خو شیعه ګان بیا خپل دا کار د خپل په چوکاټ کې د امام حسین په شهادت ځانونه غم شریک بولي او پرې بندیز لګول پرخپل دین بندیز بولي؟

ځواب: که چېرې د دوی لاریون عبادت دی، زه وایم چې عبادت باید په عبادتځي کې وشي، نه د واټونو پر سر، زه ددوی د ازادۍ مخالف نه یم، وایم چې ننداره جوړه نه کړي.

پوښتنه: خو له دې ټولو سره، ایا ستاسې په مذهب کې د شیعه ګانو وژل روا دي؟

ځواب: زه نه پر وژنې باور لرم او نه مې خوښېږي... او نه هم وژنه او وینه تویول د مسالې حل دی. ما څو ځلې دولت ته ویلي چې هم موږ اوږ هم مقابل لوری د خبرو میز ته راوبولي. ددواړو غاړو خبرې واوري او بیا پرېکړه وکړي. چېرته چې وژنې کېږي، زموږ ډله یې په اړه هېڅ تړاو نه لري.

پوښتنه: ځینې وايي چې دغه سخت دريځي یوازې د شیعه ګانو په وړاندې نه ده، شپږ- اووه میاشتې وړاندې داسې څوک پیدا شو چې د خپلې عقیدې په پرېکړه یې د پنجاب مخکنی والي سلمان تاثیر وواژه؟

ځواب: زه وایم چې مسلمانان باید مذهبي احساسات ولري. دا سمه ده چې د هغه وژونکي له قانون څخه سرغړونه وکړه، خو وګورﺉ چې موږ دوه ډوله قانون لرو، اسلامي او مدني. که چېرې دا دواړه وړاندې کړای شي، د مسلمانانو لپاره اسلامي شریعت لومړیتوب لري.

پوښتنه: تاسې پاکستان کې د کوم نظام غوښتونکي یاست؟

ځواب: موږ شعار ورکړی چې د پاکستان هدف لا اله الله دی! د پاکستان د رامنځ ته کېدو اعلامیه موجوده ده. زموږ غوښتنه دا ده هرڅه چې په هغه کې وي، باید قانوني بڼه ورکړل شي.

پوښتنه: خو دا نظام هم اسلامي دی؟

ځواب: دا هېواد زیاتره سني مذهبه دی، له دې کبله ولسمشر، لومړی وزیر، د پوځ مشر او د پاکستان د سترې محکمې رییس باید سني مذهبه وي.

پوښتنه: خو ددا ډول نظام بېلګه په ایران کې هم وینو، چې اکثریت یې شیعه ګان دي او د خپل ځان لپاره یې شیعه نظام جوړ کړی، خو ایران مېشته سني مذهبي وګړي شکایت کوي چې په دې نظام کې د دوی حق نه دی ورکړل شوی. څو ورځې وړاندې مې ولوستل چې سنیان په ایران کې د اختر لمونځ نه شي کولای او یا دا چې خپل ځان ته جومات جوړ کړي؟

ځواب: تاسې ته مې وویل چې د پاکستان اکثره خلک سني مذهبه دي. قانون باید د سنيانو لپاره وي. ما ونه ویل چې د چا حق دې ورنه کړل شي. په نړۍ کې لږکي شته، په هغه کچه چې اسلام د هغوی حقونه خوندي کړي، هېڅ کوم بل دین نه دي کړي. غواړم ووایم چې په ایران کې اکثریت شیعه ګان دي، دې ته په کتو سره یې قانون جوړ کړ چې ولسمشر، د سترې محکمې رییس، د پارلمان مشر، دا ټول شیعه ګان دي، ان تر هغه چې سني وګړو ته عادي ماموریت هم نه ورکول کېږي.

پوښتنه: تاسې له یوې خوا د ایران پر دولت نیوکه کوﺉ چې نظام یې د سنیانو حق تلف کړی، له بلې ډډې دلته د یوه سوچه سني نظام غوښتونکي یاست؟

ځواب: ، زه د ورکولو په تړاو غږېږم، د سلبولو په تړاو نه، زه وایم هماغه ډول حق یې چې ایران کې سنیانو ته ورکړی، موږ یې هم پاکستان کې شیعه ګانو ته ورکړو. مثلاً په ایران کې د محرم میاشتې پرمهال شیعه ګان په بازارونو کې لاریونونه نه کوي او نه راوځي. پاکستان کې هم باید همداسې وي، پاکستان کې د فساد او اړدوړو تر ټولو ډېرې پېښې د واټونو پرسر د لاریون پرمهال کېږي، زما پلټنه ښيي چې د پاکستان یوازې ۳ سلنه خلک شیعه ګان دي.

ورته مطالب