د یونان اقتصادي بحران د ځانوژنې لامل شو

د یونان لاریونونه
Image caption په یونان کې اقتصادي بحران او بې کاري ګڼ کسان د ځانوژنې کندې ته ټېل وهل.

د ورځې ګهیځ وختي جورج بارکوریس په آتن کې د خپلې خونې د ننه د کمپیوټر مخې ته کښېناست او په ګوګل کې یې د ''ځانوژنه'' توری ولیکه.

جورج د خپل ژوند ۶۰م پسرلي ته ننوتی، او باوري دی چې پخپل هېواد کې به ځانته کار ومومي، خو هلته په سلو کې ۱۷ برخه کاري ځواک بې کاره دی او دا شمېره مخ پر لوړېدو ده.

له هغه سره د خپلوانو او ملګرو له پرله پسې هڅو سره سره، جورج د خپل کور د کرایې په ورکولو کې هک پک پاتې دی، او وايي چې نن شپه یې په دې وروستیو کلونو کې تر ټولو ډېره ناوړه شپه ده.

هغه زیاتوي: ''د سوچ په نړۍ ورننوتم، او ځانته وايم چې: په راتلونکې کې زما لپاره نور څه پاتې دي... ایا دا غوره نه ده چې په خوب کې ومرم، خو داسې نه شي کېدای.. همدا وه چې د ځانوژنې فکر مې وکړ.''

د نهیلۍ په دې شپه، جورج هوډ وکړ چې په انټرنېټ کې د خپل ژوند د ختمولو لپاره غوره طریقه ومومي.

له نېکه مرغه، جورج د ځانوژنې د توري د پلټنې په لومړۍ راختلې پایله کې د هغه سترګې په یونان کې د ځانوژونکي د مخنيوي په موخه د یوې مؤسسې پر توري ولګېدې، چې ''کلیماکا'' نومېږي.

ددغې ناحکومتي مؤسسې رضاکاران وايي، په یونان کې د مالي بحران د باد لګېدو له پیل راهیسې دوی د اړمنو کسانو څلور برابره تیلې فوني اړيکي ترلاسه کوي، چې ډېری یې د ناچاره ژوند له کبله د ځانوژنې سوچ کوي.

د یونان د روغتیا وزیر اندریاس لوفردوس تېره میاشت وویل، د روان کال له لومړیو میاشتو راهیسې په هېواد کې د ځانوژنې پېښې ۴۰٪ سلنه لوړې شوې دي.

په کلیماکا کې د عصبي ناروغانو ډاکټره ایلني بکیاري وايي روان حالات ددې لامل شوي چې د ځانوژنې کچه نوره هم وخېژي.

هغه وايي چې په یوان کې د ځانوژنې د پدیدې په اړه ګڼ کسان منفي فکر کوي، او تر ټولو پېچلې خبره لا دا چې ارتودوکسي یوناني کلیسا د هغو کسانو مړی نه خښوي چې خپل ځان یې وژلی وي.

دغه ډاکټره وايي، هغه کسان چې د ځانوژنې فکر کوي، موږ ته وايي له یوه لوړ ځایه له خپل ګاډي ځانونه راغورځوي، چې خلک دا فکر وکړي ګني په ترافيکي پېښه کې ووژل شو، او خپلوان یې هم دا سوچ ونه کړي چې ګني ځان یې وژلی.

د نهیلۍ څپه

د نورو په اړه بیا ذهني فشار د ځانوژنې یو بل احتمال دی، چې تازه بېلګه یې د اپوستولوس پولیزونس ځانوژنه وه، ځکه چې نوموړي د هغه بانک مخې ته ځان په اور وسوځاوه، چې د پیسو راکړه ورکړه یې ورسره لرله.

بانک پرېکړه وکړه چې دغه سړي ته ورکړل شوی پور دې بېرته ترې واخیستل شي، چې په دې سره د هغه شرکت له افلاس سره مخامخ شو، او دې پرېکړې د هغه ټوله شتمنۍ په سېند لاهو کړه.

اپوستولوس پوی شو چې نور یې بال و بچ ختم شو، ان تر دې چې د خپل زوی د زده کړې فیس هم نه شي ورکولای، او نژدې وه چې کور یې هم له لاسه ووځي.

همدا وو چې بانک ته د پور اخیستو لپاره ورغی، خو بانک یې غوښتنه رد کړه.

اپوستولوس وايي: ''کله یې چې زما غوښتنه رد کړه، د نهیلۍ وروستۍ کچې ته ورسېدم.''

هغه د بانک له ودانۍ بهر ودرېد پر ځان یې له تېلو پاشلو وروسته خپل ځان ته اور ورته کړ.

اپوستولوس د درملنې لپاره روغتون ته ولېږدول شو، او وايي چې د جسم د سوځېدو له کبله ډېر نه کړېږي، بلکې د هغه د ذهن سوځېدنه تر ټولو ډېره دردناکه ده.

نوموړی زیاتوي: ''زوی مې خپله پوځي دددنه پای ته ورسوله او بې کاره شو، زه او ښځه مې هم کار نه لرو، ډېر کله مو د اړتیا وړ توکي له لاسه وځي.''

هغه دا هم وویل چې: ''خو یوازې زه بېچاره نه یم، میلیونونه یونانانو د غلو د کمښت له کبله زموږ هېواد لوټ کړ او په وچ ډاګ یې پرېښود.''

یاده عصبي ډاکټره وايي، په یونان کې د ځانوژنې عمل په اروپا کې لږ و، خو اقتصادي بحران بیخي له زغملو وتلی دی.

هغه ټینګار کوي چې یونان زموږ د مؤسسې لانور خدمت ته اړتیا لري، چې هغو زرګونه یونانیانو ته د مرستې لاس وروغځوي، چې د ځانوژنې په فکر کې ډوب شوي دي.

ورته مطالب