''پر وزیرستان تر پوځي ګام اخیستو مخکې دې امریکا ښه سوچ وکړي''

کیاني د انځور حقوق afp
Image caption رویټرز خبري اژانس د پاکستاني لوی درستیز له قوله ویلي، چې امریکا په افغانستان کې پښې ټينګول غواړي، او پر پاکستان فشار راوړي چې په سرحدي سیمو کې عملیات وکړي.

د پاکستان لوی درستیز جنرال پروېز اشفاق کیاني ویلي، پر هېواد یې د امریکا د پوځي مرستو پارچاوېدل هېڅ کوم اغېز نه کوي.

نوموړي ویلي، پر شمالي وزیرستان دې امریکا له خپلسري برید وړاندې لس ځلې ښه سوچ وکړي.

ښاغلي کیاني دا څرګندونې د پاکستاني پارلمان یوې کمېټې ته په لنډو خبرو کې وکړې.

د پاکستان پارلمان دفاعي کمېټې یوه بېړنۍ غونډه رابللې وه، چې پوځي جنرالان او لوی درستیز هم وربلل شوی و.

دا غونډه داسې مهال شوې، چې په پام کې ده روانه اوونۍ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیره افغانستان او پاکستان ته سفرونه وکړي.

د پارلمان جرګه ګۍ ته جنرال کیاني دا هم ویلي، چې د پاکستان پوځ د امریکا پر پوځي مرستو نه دی ولاړ.

نوموړي په راولپنډۍ کې د بندو دروازو شاته د جرګه ګۍ غونډې ته ویلي چې د هېواد روانه ستونزه یوازې د شمالي وزیرستان په عملیاتو پای ته نه رسېږي:

''که چېرې څوک دا ډاډ راکولای شي، چې یوازې شمالي وزیرستان کې عملیات د ټولې مسالې لپاره حل کېدای شي، همدا سبا به هلته عملیات پیل کړو.''

رویټرز خبري اژانس د پاکستاني لوی درستیز له قوله ویلي، چې امریکا په افغانستان کې پښې ټينګول غواړي، او پر پاکستان فشار راوړي چې په سرحدي سیمو کې عملیات وکړي.

د سرچینې په حواله، جنرال کیاني دا هم ویلي، چې پاکستان عراق او افغانستان نه دی.

د جنرال کیاني خبرو ته د جرګه ګۍ یوه غړي د لوی درستیز له قوله ویلي چې ''ستونزه افغانستان کې ده، نه پاکستان کې.''

واشنګټن پر اسلام اباد له څو کلونو راهیسې فشار راوړی، چې په سیمه کې د حقاني شبکې پر وړاندې عملیات وکړي.

امریکا دا هم ویلي چې د حقاني شبکه له پاکستانه افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو پروړاندې د عملیاتو پلانونه جوړوي.

د امریکا څارګرې ادارې دا هم ویلي وو چې د پاکستان استخباراتي اداره د حقاني شبکې مټ دی.

تېره ورځ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمن ملک ویلي وو، تر هغه چې پاکستاني طالبانو وسلې پرځمکه نه وي اېښې، هېواد به یې د سولې خبرو ته ورسره حاضر نه شي.

ورته مطالب