برتانيا د تورنو ايرانيانو شتمني کنگل کړه

ارباب سير
Image caption د ٥٦ کلن ارباب سير په باب ويل کيږي چې د ايران د پوځ په القدس ډلې پورې تړاو لري

د برتانيا د ماليې وزارت وايي د هغو پنځو ايرانيانو شتمني يې کنگل کړې چې په امريکا کې د سعودي د سفير د وژنې په ناکامه دسيسه کې د لاس لرلو شک پرې کيږي.

پر دغو کسانو له ادعاو سره سم شک شوى چې په امريکا کې يې د سعودي د سفير عادل الجبير باندې د بمي بريد نيت لارۀ چې ويې وژني.

منصور ارباب سير چې امريکايي تابعيت او ايرانى پاسپورت لري او غلام شکوري چې په برتانيا کې کومې شتمنۍ لرلې هغه اوس کنگل شوي دي او دوى يې کارولى نه شي.

درې نور ايرانيان چې شتمنۍ يې کنگل شوي حماد عبدالهي ، عبدالرضا او قاسم سليماني نوميږي.

د دغو کسانو کومې شتمنۍ چې په متحدو ايالاتو کې وې هغه لا پخوا کنگل شوې وې.

القدس

ښاغلى ارباب سير چې ٥٦ کلن دى او شکوري اوس دواړه په ايران کې ميشت دي او ويل کيږي چې د القدس ځواک غړي دي.

القدس ځواک د ايران د انقلابي گارډ يوه برخه ده.

پر دغو دواړو کسانو امريکايي چارواکو شک کړي چې د سعودي د سفير د وژنې په دسيسه کې يې لاس درلود.

ايران دغه تورونه پروپاگند بولي .

له ١٩٨٤ کال راهيسته د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ايران د هغو هيوادونو په کتار کې شمارلى چې د حکومت په کچه ترهگري پالي.