د فرانسې لومړۍ ميرمنې لور وزيږوله

سرکازى او ميرمن يې
Image caption د فرانسې ولسمشر او لومړنۍ ميرمن د لور په زيږيدا خوښي څرگنده کړه

د فرانسې ولسمشر نيوکلاس سارکوزي د لور په زيږيدا وويل خورا خوښ دى.

د دۀ ميرمن کارلا بروني سارکوزي د چارشنبه په ماښام ( د اکتوبر ١٩) د پاريس په يوۀ کلينک کې لور وزيږوله.

خپله ښاغلى سارکوزي د لور تر زيږيدا څو ساعته وروسته کلينک ته ورغى چې خپله ميرمن او لور وويني.

د لور تر زيږيدا وړاندې هم دى کلنيک ته ورغلى و خو بيا له هغه ځايه جرمني ته لاړ چې د اروپايي اتحادينې پر اقتصادي وضعې خبرې وکړي.

ښاغلي سارکوزي تر دې وړاندې درې زامن لرل خو هغه يې له دوو نورو ميرمنو وو.

له هغو ميرمنو دى پخوا جلا شوى و .

په سټه روغ دي

فرانسوي ولسمشر وويل مور او ماشومه په سټه روغ دي.

دۀ وويل د لور نوم به يې ميرمن په ډاگه کوي.

کارلا بروني په ايتاليا کې زيږيدلې وه او په ٢٠٠٨ کال کې يې له نيوکلاس سارکوزي سره وادۀ وکړ.

نيکولاس سارکوزى د فرانسې لومړنى مشر دى چې د واکمنۍ په کلونو کې يې يوه ميرمن طلاق کړه او بل وادۀ يې وکړ.

کارلا د فرانسې د لومړيو ميرمنو په کتار کې لومړنۍ ښځه شوه چې د خاوند د واکمنۍ په کلونو کې يې اولاد وزيږاوۀ.