قذافي به په يوۀ پټ ځاى کې خاورو ته وسپارل شي

لېبيا د انځور حقوق AFP
Image caption لېبيايي چارواکي وايي معمر قذافي په دغه سوړه کې پټ شوى و

د لېبيا چارواکي وايي د دغه هيواد پخوانى مشر معمر قذافي به د جمعې په ورځ په يوۀ ناڅرگند ځاى کې خاورو ته سپاري.

په طرابلس کې د بي بي سي خبرياله کرولاين هاولي وايي چارواکي د جمعې په ورځ، د قذافي تر وژنې يوه ورځ وروسته هم لا سره جوړ نه وو چې څرنگه او چيرته پر هغه خاورو واړوړي.

په همدې ترڅ کې د لېبيا د چارواکو ترمنځ اوس د ډگروال قذافي د وژنې د څرنگوالي په باب هم نوې خبرې پيدا شوي دي.

په پيل کې ويل کيدل چې قذافي په ټپي شوي حالت کې نيول شوى و او وروسته ووژل شو.

اوس چارواکي وايي چې قذافي په سرت ښار کې تر نيولو وروسته هغه مهال ووژل شو چې د دۀ ملاتړو ډزې کولې او په متقابلو ډزو کې دى ووژل شو.

د وژلو څرنگوالى

د لېبيا چارواکي دا خبره نه مني چې قذافي په لوى لاس تر نيولو وروسته وژل شوى دى.

لومړي وزير محمود جبريل وويل معمر قذافي هغه مهال په سر ولگيد چې د دۀ ملاتړو د لنډمهالي حکومت پر ځواکونو ډزې وکړې.

خو د ويديو تصويرونو ښوول چې معمر قذافي په کوڅو کې راکښل کيدۀ.

د لنډمهالي حکومت يوۀ بل لوړپوړي چارواکي محمد صاح بي بي سي ته وويل په دې شک کوي چې ډگروال قذافي دې په لوى لاس وژل شوى وي خو که داسې شوي هم وي د همدې وړ و.

دۀ زياته کړه که قذافي زر واري هم ووژل شي بيا به يې هم هغه پور نه وي پرې کړى چې د لېبيا د ولس ورباندې دى.

Image caption په پيل کې ويل کيدل چې قذافي ژوندى خو په ټپي شوي حالت کې نيول شوى دى

دغه چارواکي وويل د قذافي له لاسه موږ اويا زره کسان له لاسه ورکړي دي.

د پلټنې غوښتنه

برتانيا مېشتې د بخښنې نړيوالې ادارې امنيستي انټرنيشنل د قذافي د وژنې پر څرنگوالي بشپړه او خپلواکه پلټنه غوښتې ده.

د وينزويلا ولسمشر او د قذافي نژدې ملگري هوگو چاوېز دا وژنه غندلې ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلرې کلنتن په پاکستان کې د خبرو پر وخت وويل د قذافي وژنه د لېبيا د خلکو لپاره د يوۀ نوي پړاو د پيل په مانا ده.

د برتانيا لومړي وزير ديويد کيميرون د پنجشنبه په ورځ وويل دا هغه شېبه ده چې د هغو ټولو مړو په باب بايد فکر وشي چې د قذافي د رژيم پر وخت وژل شوي دي.

خپله په لېبيا کې ډيرو خلکو دا وژنه ټوله شپه ولمانځله.

د ناټو ماموريت

ويل کيږي چې ناټو به هم اوس په لېبيا کې د خپل پوځي کمپاين د بشپړاوي او ختمولو اعلان وکړي.

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير الين ژوپي وويل ناټو ښايي د ډگروال قذافي له وژنې سره خپل ماموريت ختم وبولي.

د ناټو جنگي الوتکو پر لېبيا په تيرو څو مياشتو کې نژدې شپږ ويشت زره الوتنې وکړې او لس زره ځله يې بمبارۍ ترسره کړې.

په لېبيا کې د ناټو د ماموريت هدف د ملکي وگړو ساتنه وه خو پاى يې د رژيم په بدليدا تمام شو.

د ناټو د غړو ترمنځ لا هم په همدې اړه خبرې شته چې ولې د دوى ماموريت په بل ډول واوښت.