پاکستان او هند د امنیت شورا موقت غړیتوب ترلاسه کړ

حنا رباني کهر او عبدالله حسین هارون د انځور حقوق AP
Image caption څارونګي تمه ښيي چې پاکستان به پر سوریه او ایران د لانورو بندیزونو لګولو له کاروان سره یوځای شي، که چېرې دا اټکل سم وخېژي، نو د برازیل په څېر دريځ به ولري.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پاکستان او هندوستان ته موقت غړیتوب ورکړل شو.

همدارنګه، المغرب، ګواتیمالا او توګو ته هم موقت غړیتوب ورکړل شو.

څارونکي وايي د دواړو اتوم لرونکو ګاونډیو هېوادونو (هند او پاکستان) ترمنځ د اړیکو پرښه والي به دا چاره مثبت اغېز وکړي.

د ګڼو نړیوالو موضوع ګانو په باب ددواړو هېوادونو دریځونه کابو یو شان ښکاري، خو د امنیت به شورا کې ددواړو هېوادونو استازي د اړیکو د پراختیا لپاره کار کولای شي.

د ټاکنو له لارې به په امنیت شورا کې له لسو غړو د پنځو هغو غړیتوب بدل کړای شي.

دا ډول ټاکنې معمولاً د لږکیو ترمنځ کېږي، خو سږ کال یې په اړه سیالي سخته وه.

ګواتیمالا او المغرب موقت غړیتوبونه په اسانۍ سره ترلاسه کړل، خو توګو تر درو پړاوونو وهلو په غړیتوب اخیستو وتوانېد.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر عبدالله حسین هارون وویل هیلمن دی چې له خپل هندي سیال سره په ګډو هڅو سره ددواړو هېوادونو په اړیکو کې ښه والی راولي.

نوموړي ویلي، چې د هند سفیر د موقتې څوکۍ ترلاسه کولو په تړاو پر تیلې فون مبارکي ورکړه.

څارونګي تمه ښيي چې پاکستان به پر سوریه او ایران د لانورو بندیزونو لګولو له کاروان سره یوځای شي، که چېرې دا اټکل سم وخېژي، نو د برازیل په څېر دريځ به ولري.

ورته مطالب