امريکا له سوريې خپل سفير ويوست

رابرټ فورډ
Image caption په سوريې کې د امريکا پر سفير رابرټ فورډ باندې د اوومو هگيو او سرو بانجانو څو ځلې واورونه شوي دي

متحدو ايالاتو له سوريې څخه خپل سفير ځکه ايستلى دى چې وايي ژوند ته يې خطر پېښ و.

سفير رابرټ فورډ يو له هغو کسانو و چې په ښکاره يې د سوريې پر ولسمشر اسد نيوکې کولې.

د دۀ نيوکې د تيرو اوو مياشتو پر پېښو وې چې پکې د سوريې چارواکو د پاڅون کوونکو پر ضد له خورا سخت چلند څخه کار واخيست.

په واشنگټن کې د بهرنيو چارو وزارت وايي دا حتمي نه ده چې د دوى سفير دې د تل لپاره له سوريې ووځي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي دوى به حالاتو ته گوري او که امنيتي وضعيت ښه شو نو سفير به يې بيرته ورستنيږي.

په دې وروستيو اوونيو کې رابرټ فورډ د ځينو په گومان د بريد هدف گرځېدلى و.

يو وار بيا

په واشنگټن کې د بهرنيو چارو وزارت وايي د سوريې د رژيم له خوا پارونکې خبرې او مبارزې روانې وې چې د هغو له امله د دوى د سفير ژوند ته خطر پېښ شوى دى.

د حکومت پلوو مظاهره کوونکو له خوا څو ځلې پر امريکايي سفير د اوومو هگيو او سرو بانجانو وار شوى دى.

دوى په دې غصه و چې امريکايي سفير په ښکاره د هغو خلکو ملاتړ کړى و چې د اصلاحاتو غوښتونکي دي.

امريکا وروسته له پنځو کلونو د روان ميلادي کال د جنوري په مياشت کې خپل سفير يو وار بيا سوريې ته وليږۀ.

واشنگټن هيله لرله چې د دوى مخامخ اړيکي به گټور اغيز وکړي.