د پاکستان پخوانۍ لومړۍ مېرمن دبۍ کې د ۸۲ کلونو په عمر ومړه

د انځور حقوق v
Image caption نصرت بوټو له ذوالفقار علي بوټو سره په کراچۍ ښار کې واده وکړ، چې له نسل څخه یې څلور اولادونه: بېنظير بوټو، میر مرتضی بوټو، صنم بوټو او میر شاهنواز بوټو پاتې شول.

د پاکستان لومړۍ مخکنۍ مېرمن بېګم نصرت بوټو له اوږدۍ ناروغۍ وروسته په دوبۍ کې د ۸۲ کلونو په عمر ومړه.

مېرمن بېګم د پاکستان د مخکني لومړي وزیر او ولسمشر ذوالفقار علي بوټو کونډه او د مخکنۍ لومړۍ وزیرې بېنظير بوټو مور وه.

نصرت بوټو د پاکستان پارلمان ته دوه ځلې خپل ځان کاندید کړی و.

بېګم نصرت بوټو په ۱۹۲۹ کال د ایران په اصفهان ښار کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې، چې پلار یې یو شتمن سړی و.

د هغې پلار کراچۍ کې سوداګریزې چارې پرمخ وړلې.

نصرت بوټو له ذوالفقار علي بوټو سره په کراچۍ ښار کې واده وکړ، چې له نسل څخه یې څلور اولادونه: بېنظير بوټو، میر مرتضی بوټو، صنم بوټو او میر شاهنواز بوټو پاتې شول.

نصرت بوټو د پاکستان د خلکو ګوند مشري هم کړې ده.

د هغې مېړه ذوالفقار علي بوټو د پاکستان د خلکو د ګوند بنسټګر و.

نوموړی په ۱۹۷۰ مه لسیزه کې د پاکستان لومړی وزیر او ولسمشر پاتې شوی دی.

وروسته تر هغه چې علي بوټو په ۱۹۷۹ کال د جنرال ضیاء الحق د واکمنۍ پرمهال په دار وځړول وشو، نصرت بوټو څو کاله د پیپلز پارټۍ مشره وه.

د هغې لور بېنظير بوټو بیا وروسته ددغه ګوند مشري پرغاړه واخیسته او دوه ځلې د پاکستان لومړۍ وزیره شوه.

بېنظير بوټو په ۲۰۰۷ کال هېواد ته تر ستنېدا لږ وروسته د ټاکنیزو منډو ترړو پرمهال ووژل شوه.

دا مهال د هغې مېړه اصف علي زرداري د پاکستان ولسمشر دی.