د هند ديرش ميليونه ډالري فلم خپور شو

هندي فلمونه
Image caption هندي فلمونه د نړۍ په بيلابيلو هيوادونو کې گڼ مينه وال لري

د "را ون" په نامۀ فلم د نړۍ په لرو بر کې په نژدې پنځه زرو سينماگانو کې نندارې ته وړاندې شوى دى.

په دې فلم کې اصلي څيره او ستورى شاه رخ خان دى.

پر فلم باندې لومړنيو کره کتنو ښوولې چې د ځانگړو تخنيکونو په کارولو کې دا هڅه د ستاينې ده خو د کيسې پلاټ يې ډير روښانه نه دى.

شاه رخ خان د همدې فلم د پروديوسر يا توليدونکي چاره هم په غاړه اخيستې ده.

د دې فلم لپاره خورا ډير تبليغ شوى دى او په جوړولو يې ديرش ميليونه ډالر لگيدلي دي.

ويل کيږي چې د لگول شويو پيسو په سلو کې اويا برخه واردمخه ترلاسه شوې ده.

شاه رخ خان دا خبره رد کړه چې گواکې دى د امريکا له هاليوډ فلمونو سره په دغه نوي فلم سيالي کوي.

شاه رخ خان

شاه رخ خان وويل: " که چيرې تيکنالوژي وده وکړي موږ به وروسته د معيار له پلوه د هاليوډ له فلمونو سره د سيالۍ جوگه شو."

د هندي سينما دغه پياوړي ستوري خپله هيله پټه نه کړه:

" هڅه مو دا ده چې د باليوډ ( هند فلمونو) ليدونکي په هاليوډ کې پيدا کړو او په دې ډول هندي فلم پر امريکاييانو وگوو."

د ټايمز اف انډيا ورځپاڼې په خپله کره کتنه کې را ون فلم د ساينس فيکشن بېلگه بللې ده او وايي ليدونکى تر پايه لېواله ساتي.

خو نورو بيا د کيسې پر پلاټ د نيوکو پر وخت ويلي چې د بيلا بيلو غوټ مجموعه ده چې له يو بل سره نه دي تړلي.

دغه نقد کوونکي دا هم وايي چې ٤٦ کلن شاه رخ خان هڅه کړې چې د ځينو نه مننونکو کارونو په ترسره کولو د فلم ستورى وځلوي.

خو د دغو ټولو نقدونوپ ه سر هم له لويه سره هيله دا ده چې دا نوى هندي فلم به بريالي وي.

په دې فلم کې له شاه رخ خان سره کرن کپور او ارجون رمپال کار کړى دى.

د سندرو کمپوز يې ويشال دادلاني او شيکر راويجاني ترسره کړى.