بې روزگارۍ کړولي پاکستاني ځان وسوځاوۀ

راجا خان
Image caption راجا خان ٢٣ کلن و ، دوه ماشومان يې لرل او ميرمن يې هم ميندواره وه خو کار روزگار يې نه لارۀ

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د سند ايالت يوۀ ٢٣ کلن راجا خان چې د دوو ماشومانو پلار و د پارلمان د ودانۍ دباندې ځان وسوځاۀ او د سوځيدا له امله وروسته ومړ.

د دۀ خپلو خپلوانو او پوليسو ويل چې دغه کس د بې وزلۍ له امله ځان وسوځاوۀ.

راجا خان د چارشنبه په ورځ ( د اکتوبر ٢٦) خاورو ته وسپارل شو.

راجا خان روزگار نه درلود او خپلو دوو ماشومانو او ميندوارې ميرمنې ته يې ډوډۍ نه شواى موندلى.

دۀ ځايي سياستوالو ته د کار په هيله خواست او زارۍ وکړې.

بالاخر له سند ايالته پلازمېنې اسلام اباد ته د واکمن گوند له بيرغ سره وخځيد.

ولسمشر اصف علي زرداري

دۀ ويل د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري به کار ورته پيدا کوي.

ولسمشر زرداري سره يې ليدل ناشوني و ايله د پارلمان تر ودانۍ پورې يې ځان ورساوۀ، هلته يې ځان وسوځاوۀ.

پوليس وايي راجا خان يو ليک پرايښى دى، په هغه کې له حکومته غواړي چې د دۀ د کورنۍ غم وخوري.

د راجا خان مړى چې يې خاورو ته سپارۀ، پلار يې روشن پر ولسمشر زرداري غږ وکړ چې " چيرته يې زرداري؟"

روشن خان ويل که د دۀ زوى کار روزگار درلودى نو نن به يې مړى په ځوانه ځوانۍ خاورو ته نه سپارل کيدۀ.

د راجا خان دا کار په تيونس کې د يوۀ بل ميوه پلورونکي ځوان عمل ته ورته دى چې د تير کال په دسمبر کې يې ځان سوځولو د عربي نړۍ پاڅونونه وپارول.

خو په پاکستان کې د بې وزلۍ لوړو ژورو ته اصلآ د چا نه ورپام کيږي.

څرنگه چې راجا خان خاورو ته سپارل کيدۀ ځايي خلکو ويل چې ميندوارې ميرمن يې دريم زوى وزيږاوۀ.