نوې پلټنه ښيي چې پاکستاني عسکر طالبان روزي

طالب
Image caption ځينو طالب وسله والو ويلي چې پاکستاني عسکرو روزلي دي

په دې وروستيو کلونو کې متحد ايالات تر بل هر کله ډير په دې باوري شوي چې پاکستان په پرله پسې توگه په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ کوي.

پاکستان دغه ادعاوې نه مني خو نوي شواهد ښيي چې کيسه بله ده.

د بې پېلوټه الوتکو د بريدونو يادونه شوې چې که امريکا وار دمخه پاکستان ته پرې د حملې خبر ورنه کړي نو گوزار يې کاري او بريالى وي.

د بي بي سي يوې پلټنې هم موندلې چې گڼو طالب وسله والو ادعا کړې چې د پاکستان پوځيانو له دوى سره په په روزنه کې مرسته کړې ده.

يوۀ طالب قومندان او د يوۀ بل کس چې د ځانمرگي بريد نيت يې لارۀ بي بي سي ته وويل چې پاکستاني عسکرو روزلي دي.

د بي بي سي تلويزيون "د پاکستان د پټ جنگ" په نامۀ په دې اړه مستند فلم خپروي.

پاکستاني عسکر

د پاکستان پولې ته نژدې د متحدو ايالاتو سرتيري هم وايي چې دوى پاکستاني عسکر ليدلي چې له طالبانو سره مرسته کوي.

د امريکا د استخباراتو د مرکزي ادارې له يوۀ مخکيني مامور بروس ريديل څخه ولسمشر بارک اوباما غوښتي چې "د پاکستان پټ جنگ" وگوري.

د سي اى اې دغه پخوانى مامور وايي:" زموږ خپل شواهد ښکاره وو پاکستان خپل ايجنتان ليږي ."

ښاغلى ريديل وايي د امريکا له خوا د بې پېلوټه الوتکو هغه بريدونه بريالي وي چې متحد ايالات پکې واردمخه پاکستاني چارواکو ته خبر ورنه کړي.

کله چې پاکستاني چارواکي خبر نه وي نو د بې پېلوټه الوتکو د هدف وړ کسان په خپل ځاى پاتې وي او په بريد کې سم په نخښه کيږي.

په دې نويو افشاگريو کې متحد ايالات او برتانيا هم له داسې پوښتنو سره مخامخ شوي چې ځواب يې ورته اسانه نه دى او هغه په دې ډول چې همدا دواړه هيوادونه پاکستان ته خورا ډيره مرسته ورکوي او خپل ملاتړى يې بولي.

پاکستان تل د طالبانو د ملاتړ تور رد کړى دى خو تيره اوونۍ يې ومنل چې دوى په خپله خاوره د اورپکو ډلو د مخنيوي لپاره تر هغه څه چې کوي نور څه هم کولى شي.