د اروپا د مالي بحران د حل لارو هرکلى شوى

يورو
Image caption د اروپايي مشرانو له خوا ترسره شوې معامله د يورو لپاره هم ښه خبر و

دوى وايي هغه بانکونه چې يونان ته يې پور ورکړى ونيمايي تاوان منلى دى.

د اروپا سياستوال د هغو هيوادونو لپاره د مالي ژغورنې لپاره هم صندوق جوړولو ته سلا شوي چې يورو د پيسې په توگه کاروي.

بانکونو ته هم ويل شوي چې بايد ډيرې پيسې له ځان سره وساتي.

د دې معاملې د خبر تر خپريدا وروسته د اروپا د ونډو په بازارونو کې د ونډو بيې په چټکۍ وختلې.

دا تړون په دې هيله ترسره شو چې د اروپا لويو هيوادونو لکه ايټاليا ته هم اقتصادي بحران ونه غځيږي خو سياستوال دا خبره مني چې لا هم نور کار ته اړتيا شته ده.

په برسلز کې تر خورا ډيرو خبرو اترو وروسته سياستوال سره سلا شول چې د مالي ژغورنې په هيله د زر ميليارده يورو صندوق جوړ کړي.

بانکونه هم له دې معاملې سره سم اړ شوي چې له ځان سره ډيرې پيسې وساتي چې که کوم حکومت پور نه شواى ورکولى چې دوى پکې ديوالي نه شي.

ځينې شننونکي په دې باور دي چې که چيرې د اروپا په هغو هيوادونو کې چې اقتصاد يې ښه نه دى له دې معاملې وروسته د هغوى اقتصادي وده ونه ليدل شي نو دا ټولې خبرې ښايي بې ځايه تمامې شي.

په همدې ترڅ کې اروپايي مشرانو د ايتاليا د لومړي وزير سيلو برليسکونې د هغې ژمنې هرکلى کړى چې وايي اصلاحات به راولي چې د هيواد بوديجه کې انډول پيدا کړي او کسر يې کم کړي.

ايتاليا او يونان

ايتاليا نژدې دوه تريلينه يورو پوروړې ده.

خبريالان وايي پر برلسکونې سخت فشار و چې نور په دې قانع کړي چې دى د خپل هيواد د پورونو د او د سپما په برخه کې جدي دى.

د سياستوالو له لورې د مسايلو د حل لارې پر اعلانيدو د اروپايي هيوادونو د ونډو بازارونو مثبت غبرگون وښود.

د اروپايي کميسيون مشر اوزې منول براسو وويل:" اروپا د خپل مالي او اقتصادي بحران حل ته نژدې شوې ده."

د يونان په برخه کې د پور په کمولو سلا شوې ده خو په مالي جزيياتو سره سلا شوي نه دي.

که د يونان په برخه کې شوې سلا اوس عملي هم شي بيا به هم د دوى پورونه د دوى د ملي عايداتو ١٢٠% ته ت نهه کاله وروسته کم کړي چې بيا به هم خورا ډير وي.

د ايتاليا پورونه دم گړۍ د دوى د ملي عايداتو په پرتله همدومره دي.