امنيت شورا په لېبيا کې د ناټو ماموريت ختم کړ

م م
Image caption د ملگرو ملتونو د امنيت شورا وايي که لېبيا نوره مرسته غواړي په هغه بايد جلا خبرې وکړي

د ملگرو ملتونو د امنيت شورا په لېبيا کې د ناټو پوځي ماموريت ته ورکړې اجازه ختمه وبلله.

د ملگرو ملتونو د امنيت شورا پريکړه دا وه چې په لېبيا کې د ناټو هوايي ځواک د لېبيا پر هوايي ځواکونو د نه الوت بنديز ولگوي او د ملکي وگړو د ساتلو دنده پر مخ بوځي.

خو اوس دغه اووه مياشتنى ماموريت پاى ته رسيدلى وبلل شو او د اکتوبر په ٣١ مه نېټه به نور د ناټو ځواکونه په لېبيا کې عمليات نه کوي.

د ملگرو ملتونو د امنيت شورا له خوا پريکړه په لوى اکثريت وشوه خو د لېبيا چارواکو هڅه کوله چې دا ماموريت نور هم وغځوي.

مصطفى عبدالجليل

د لېبيا د لنډمهالې حکومت مشر مصطفى عبدالجليل ويل دوى ښايي د روان ميلادي کال تر پاى پورې د ناټو مرستو ته اړتيا ولري.

دوى غوښتل چې د لېبيا پولې ناټو وساتي چې په دې ډول د قذافي ملاتړي ځوابي بريدونه پرې ونه کړي.

خو د ملگرو ملتونو د امنيت شورا ديپلوماتانو ورځپاڼه ليکوونکو ته وويل چې دغه کار د ملگرو ملتونو له هغه ماموريته دباندې دى چې ويل يې ملکي وگړي دې وساتل شي او هغه کار ترسره شوى دى.

دوى ويل که لېبيا امنيتي ملاتړ له نړيوالو غواړي نو د هغه په باب بايد جلا خبرې اترې وشي.