پاکستان: د بې پېلوټه الوتکې بريد پنځه کسه ووژل

بې پېلوټه الوتکې
Image caption د امريکايي چارواکو له خولې ويل شوي د بې پېلوټه الوتکو هغه بريدونه بريالي وي چې واردمخه پرې پاکستان نه وي خبر شوى

په پاکستان کې د استخباراتو چارواکي وايي پنځه کسه طالبان چې يو پکې د يوۀ قومندان مولوي نذير مرستيال خان محمد و د امريکا د بې پېلوټه الوتکې په بريد کې وژل شوي دي.

دا کسان په جنوبي وزيرستان کې په يوۀ موټر کې سپارۀ وو.

ويل کيږي چې د مولوي نذير ورور حضرت عمرهم په دې بريد کې وژل شوى دى.

رپوټونه ښيي چې امريکايي بې پېلوټه الوتکې شپږ توغندي توغولي وو.

مولوي نذير يو له هغو پاکستاني طالب قومندانانو دى چې له ډيره وخته يې لټون روان دى او ويل کيږي چې له القاعدې سره په ملگرتيا يې په افغانستان کې بريدونه ترسره کړي دي.

له اى ايس اى سره اړيکي

د ايسوسيتيد پريس خبري اژانس وايي داسې باور دى چې گواکې مولوي نذيز د پاکستان د استخباراتو له ادارې سره نژدې اړيکي لري.

رپټونه ښيي چې په ٢٠٠٩ کال کې چې پاکستاني پوځ پر جنوبي وزيرستان بريد کاوۀ مولوي نذير ورسره منلې چې ځوابي حمله به پرې نه کوي او په هغو جنگونو کې به ناپېيلى پاتې کيږي.

متحدو ايالاتو پر پاکستان نيوکې کړي دي چې د دوى په وينا د اورپکو مخه يې نه ده نيولې او په خپله خاوره يې پرايښي دي چې له هغه ځايه پر افغانستان بريدونه وکړي.

د چارشنبه په ورځ( د اکتوبر ٢٦) د بي بي سي يوۀ مستند فلم کې ښوول شوي و چې گواکې پکستاني پوځ د طالبانو پوځي روزنه کوي.

په هغه فلم کې د امريکا د استخباراتو د مرکزي ادارې د چارواکو له خولې هم ويل شوي وو چې د دوى د بې پېلوټه الوتکو هغه بريدونه بريالي وي چې واردمخه يې پاکستان ته رپوټ نه وي ورکړل شوى.

پاکستان دا تورونه نه مني او وايي د ترهگرۍ پر ضد جگړه کې دوى خورا ډيره قرباني ورکړې ده.