جنايي محکمه د قذافي له زوى سره په تماس کې ده

سيف
Image caption ويل کيدل چې سيف الاسلام به د خپل پلار معمر قذافي ځاى ناستى وي

نړيواله جنايي محکمه وايي د منځگړو له لارې توانيدلي دي چې ځينې څارنوالان يې د لېبيا د مخکيني مشر معمر قذافي له زوى سيف الاسلام سره په تماس کې شي.

څارنوالانو وويل دوى د قذافي زوى ته ښکاره ويلي دي چې تر هغو بې گناه دى چې تورونه پرې سپين شوي نه وي.

پر سيف الاسلام تور لگيدلى دى چې د بشريت ضد جرمونه يې کړي دي.

سيف الاسلام د معمر قذافي هغه زوى دى چې د ډيرو په گومان به د خپل پلار ځاى ناستى واى.

د دۀ ځاى ځايگى معلوم نه دى خو ويل کيږي چې د نايجير پولو ته نژدې په دښتو کې پټ دى.

دى په سرت کې و خو کله چې د لنډمهالې حکومت ځواکونه پسې ورغلل، معمر قذافي يې وواژۀ خو سيف الاسلام ترى تم شو.

نړيواله جنايي محکمه وايي دوى نه پوهيږي چې سيف الاسلام چيرې دى.

تور

د دغې محکمې يوۀ څارنوال لويس مورينو اوکامپو وويل دوى غواړي چې سيف الاسلام محاکمه شي.

پر دۀ تور دى چې د خلکو د وژنو او توقيفولو امرونه يې کړي دي او دا کار د روان ميلادي کال د فبروري په وروستيو دوو اوونيو کې هغه وخت شوى چې د قذافي امنيتي ځواکونو پر ملکي وگړو بريدونه وکړل.

د جون په مياشت کې نړيوالې جنايي محکمې د سيف الاسلام د نيولو امر صادر کړ او دى يې په وژنو او توقيفولو تورن کړ.

ځينو رپوټونه ښووله چې که چيرې سيف الاسلام له محکمې وتښتي نو ښايي په زمبابوې کې پناه واخلي.

د زمبابوې ولسمشر رابرټ موگابې د معمر قذافي نژدې او د ديرو کلونو ملگرى و.