لېبیا کې د ناټو ماموریت په رسمي توګه پای ته ورسېد

لېبیا کې د ناټو جیټ
Image caption امنیت شورا د لېبیا د ماموریت ختمولو پرېکړه داسې مهال وکړه، چې د لېبیا ملي انتقالي شورا له ناټو د ماموریت د غځولو غوښتنه کړې ده.

په لېبیا کې د ناټو ماموریت د اکتوبر پر ۳۱مه په رسمي توګه پای ته ورسېد.

تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په لېبیا کې د ناټو ځواکونو د عملیاتو د پای ته رسولو پرېکړه وکړه.

ناټو په لېبیا کې پوره اووه میاشتې وړاندې د قذافي پرضد له یاغیانو سره خپله همکاري وساتله.

په تېر مارچ کې کله چې د قذافي نظام پر لاریون کوونکو ځمکه سره کړه، امنیت شورا د ولسي وګړو د ساتنې لپاره لېبیا ته ځواکونه ولېږل.

د ناټو عمومي منشي اندري فو راسموسن د لېبیا ماموریت د ناټو په ټول تاریخ کې ددغه تړون تر ټولو لویه لاسته راوړنه بللې ده.

ناټو د لومړي ځل لپاره د روان کال د مارچ پر نهمه د قذافي پلوي ځواکونو پرضد بنغازي ته څېرمه برید وکړ.

که له ناټو سره د امریکايي چورلکو ملاتړ نه وای، په لېبیا کې به یې بریا ناشونې وه.

۲۶ زره جنګي الوتنې

د ناټو جنګي چورلکو په لېبیا کې د قذافي پرضد تر ۲۶ زرو ډېر پروازونه کړي، چې په ۱۰ زرو بریدونو کې یې د قذافي پلوو ځواکونو تر زرو ډېر ټانکونه او توپونه ویجاړ کړل.

د بي بي سي خبریال جانتن بېل وايي که څه هم ناټو لېبیا کې د ماموریت ختمولو اعلان کړی، خو په لېبیا کې لوېديځ ځواکونه د اوږدمهال لپاره پاتې کېږي.

امنیت شورا د لېبیا د ماموریت ختمولو پرېکړه داسې مهال وکړه، چې د لېبیا ملي انتقالي شورا له ناټو د ماموریت د غځولو غوښتنه کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د لېبیا استازي ویلي، ملي انتقالي شورا د هېواد د امنيتي اړتیاوو ارزولو لپاره لانور وخت ته اړتیا لري.

ورته مطالب