له عراقه د امریکايي عسکرو وتل پیل شول

امریکايي پوځيان عراق کې
Image caption د امریکا ولسمشر بارک اوباما د اکتوبر پر ۲۱مه اعلان وکړ چې د روان کال تر پایه به له عراقه ټول امریکايي عسکر ووځي.

په بغداد کې د امریکا یوه چارواکي ویلي چې د کویت له لارې به له عراق څخه ۵۰ زره امریکايي پوځيان متحده ایالتونو ته ستانه شي.

خو په همدې مهال یوه جګپوړي عراقي چارواکي ویلي چې هېواد یې تر ۲۰۲۰ کال وړاندې له خپله ځانه ددفاع جوګه نه دی.

په بغداد کې د امریکا د سفارت ویاند ډېوېډ رانز منلې چې له عراقي خاورې د ''۵۰ زرو امریکايي پوځيانو د وتلو لړۍ پیل شوې چې د کویت له لارې به خپل هېواد ته ستانه شي.''

نوموړي بغداد کې د ایران 'فارس' خبري اژانس له خبریال سره په خبرو کې ویلي چې د وتلو دا لړۍ به پوره دوې میاشتې وخت ونیسي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د اکتوبر پر ۲۱مه اعلان وکړ چې د روان کال تر پایه به له عراقه ټول امریکايي عسکر ووځي.

نوموړي دا اعلان وروسته تر هغه وکړ چې د واشنګټن او بغداد ترمنځ په عراق کې د امریکايي پوځيانو د اوږدمهالي پاتېدنې پر سر خبرې بې پایلې شوې.

منځني ختيځ کې د پښې ټینګول

بل خوا، نیویارک ټایمز ورځپانې ویلي چې له عراقه د پوځيانو تر بشپړې وتنې وروسته د اوباما اداره غواړي د خلیج په عربي هېوادونو کې خپل پوځي حضور پیاوړی کړي.

ورځپانې د ځینو امریکايي دپلوماتانو په حواله ویلي، چې په دې لړ کې به په کویت کې نور امریکايي پوځيان مېشت شي، چې موخه یې د ایران له لوري په عراق کې د هر راز لاسوهنې مخه نیول دي.

ورځپاڼې دا هم ویلي له تېرو څو میاشتو راهیسې پر یوه داسې پلان کار کېږي، چې له عراقه به د وروستیو امریکايي عسکرو جوپه په راتلونکي دسمبر کې ووځي.

ورځپاڼه کاږي، پنتاګان وروسته تر هغه دغه پلان جوړ کړ، چې په عراق کې یې عراقي چارواکي د نژدې ۲۰ زره امریکايي پوځيانو په پاتې کېدو قانع نه شوای کړل.

ورته مطالب