واشنګټن پر یونیسکو مرسته ودروله

یونیسکو
Image caption د فلسطين د بشپړ غړيتوب په رايو کې برتانيا رايه ورنه کړه ، عربي هيوادونو يې ملاتړ خو امريکا او جرمني يې مخالفت وکړ

د امریکا متحده ایالتونو د ملګرو ملتونو له علمي او کلتوري ټولنې (یونیسکو) سره د فلسطين تر بشپړ غړیتوب منلو وروسته خپله مرسته ودروله.

تېره ورځ په پاريس کې د ملگرو ملتونو کلتوري او علمي ټولنې د امريکا او اسراييلو له سخت مخالفت سره هم فلسطين د بشپړ غړي په توگه په رسميت ومانۀ.

اسراییلو او ملګرې امریکا یې د فلسطين پر غړیتوب سخته نیوکه کړې او وايي چې دا عمل به اسراییلو او فلسطينیانو ترمنځ د سولې پر بهیر ناوړه اغېز وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې په واشنګتن کې د دوشنبې پر ورځ ویل امریکا به په نومبر کې له یونیسکو خپل ۶۰ میلیونه ډالر مرسته ودرو.

ویکتوریا نولاند خبریالانو ته وویل، د امریکا د مخکني قانون له مخې، د امریکا متحده ایالتونو د دغو مرستو له درولو پرته بل غوراوی نه لري.

د امریکا دوه قوانین په ۹۰مه لسیزه کې په صراحت سره وايي که چېرې ملګري ملتونه فلسطين د یوه بشپړ غړي په توګه ومني، خپلې مرستې به پرې ودروي.

د اسراییلو نیوکه

د ملګرو ملتونو په ۱۹۴ غړي لرونکې ټولنه کې زیاتره غړو د فلسطين د بشپړ غړیتوب په پلوۍ رایه ورکړه.

خو اسراییلو ددې غړیتوب مخالفت کړی دی.

د اسراییلو د بهرنیو چارو وزارت ویاند یګال بیلمور په یوه ویناپاڼه کې ویلي ''دا د فلسطين له لوري یو اړخیزه پرېکړه ده، چې د سولې تړون رسېدو په مخ کې لوی خنډ جوړولای شي.''

د حماس هرکلی

د فلسطين د اسلامي مقاومت ډلې (حماس) په یونیسکو کې د فلسطين د بشپړ غړیتوب هرکلی کړی دی.

د حماس ویاند فوزي برهوم ویلي، ګوند یې د یونیسکو د پرېکړې هرکلی کوي او دا د فلسطيني ولس د حقونو، ځمکې، مقدساتو او کلتور د خوندي کولو په بهیر کې یو نېک ګام بولي.

ورته مطالب